د تلپاتې پراختيا ریاست

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملګرو ملتوونو د غړي په توګه د تلپاتې پراختيا د موخو تطبيق ته ژمن دی او د وزيرانو د عالي شورا (20/07/1394) نېټې د (16) مصوبې د (4) فقرې په اساس د اقتصاد وزارت موظف دی ترڅو د (A-SDGs) تلپاتې پراختيا د کاري بهير، همغږۍ او موثره موخو څخه نظارت او ارزونه وکړي او د هغو د پلي کېدو د څرنګوالي منظم راپورونه په کلني ډول ترتيب او د وزيرانو عالي شورا او د ډيپلوماټيکو مراجعو له لارې د ملګرو ملتونو سرمشريزې ته وړاندې کړي.

د هېواد اوسنيو ستونزو د حل او نړيوالې ټولنې سره د همګامه ودې په موخه، د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر د مياشتې د ۲۵مې نېټې د جلسې په اساس په افغانستان کې د تلپاتې پراختيا د موخو تطبيق ته ژمن شو.

د افغانستان د اقتصاد وزارت د وزيرانو عالي شورا (20/07/1394) نېټې د (16) شمېرې د مصوبې په اساس موظفه شو ترڅو د دې موخو د کاري بهير، همغږۍ او موثر تطبيق څخه نظارت او ارزونه وکړي او د هغو د پلي کېدو د څرنګوالي منظم راپورونه په کلني ډول ترتيب او د وزيرانو عالي شورا او د ډيپلوماټيکو مراجعو له لارې د ملګرو ملتونو سرمشريزې ته وړاندې کړي.

تطبيقي پلان چې په افغانستان کې د تلپاتې پراختيا د موخو د پلي کېدو بهير څرنګوالی پکې شامل دی، ترتيب او لومړني فعاليتونه يې پيل شوي دي. د دې پلان په اساس په افغانستان کې د تلپاتې پراختيا موخې په درې پړاوونو وېشل شوي دي:
لومړی پړاو: د تلپاتې پراختيا د ملي سازۍ او د افغانستان د تلپاتې پراختيا د موخو ترتيب او وروستي کول.
دويم پړاو: د ملي پلانونو او برنامو سره د تلپاتې پراختيا د موخو برابري.
درېيم پړاو: تطبيق، نظارت او راپور ورکونه

د (SDGs) تلپاتې پراختيا د اهدافو څخه مقصد پر درې بُعديزو موخو تمرکز دی. دا درې بُعدونه په لاندې ډول دي: ټولنيز بُعد، اقتصادي بُعد او چاپېريالي بُعد. تلپاتې پراختيا د دوو مهمو عنصرو درلودونکې ده، چې نهاد سازۍ او ښې حکومتولۍ پورې تړاو لري. دا دوه عنصره عبارت له سولې او عدالت څخه دي. په دې برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت يو لړ اقدامات تر لاس لاندې ونيول، ترڅو د تلپاتې پراختيا په برنامه کې خپله ژمنه تصريح کړي. دا اقدامات په لاندې ډول دي:

ـ د افغانستان اسلامي جمهوريت اجرايه رياست کې د يو همغږي کوونکي ساختار رامنځته کول، چې پر سياسي ملاتړ، د پاليسۍ په امورو کې د مشورې وړاندې کولو، نظارت او د همغږۍ په ميکانيزم کار وکړي؛ ترڅو د تلپاتې پراختيا د موخو په ښه تطبيقولو کې د خصوصي سکتور، مدني ټولنې او ټولنيزو بنسټونو سره په نږدې همکارۍ کې اطمينان ترلاسه شي.

ـ د همغږۍ، نظارت او د تلپاتې پراختيا د موخو د راپور ورکونې په برخه کې د رهبري کوونکي ارګان او د سکتوري (اړوندو) وزاتونو او ذيربطو بنسټونو لپاره د يوه ارتباطي آدرس په توګه د اقتصاد وزارت غوره کول او ملاتړ کول.