د زبالو مدیریت



دکاری پلان او کاری لایحی پرچوکات کښی او د دی اداری د ښاغلی مقام د هدایت په اساس دچاپیریالی ککړتیا د مخنوی او کموالی په اړه له دولتی او خصوصی مرا جعو څخه څارنه شوی ده، همدارنګه د ضرورت په اساس پردی اړه معیاری کړنلاری د هغوی د تطبیق او عملی کیدو لپاره ویل شوی او ورسته پر دغه مورد راپور آمده او وړاندی شوی ده

چاپیریالی تخلفات اړوند ادارو ته پیژندل شوی او متخلفین ورستنی څارنی لاندی نیول شوی دی.

  • ښاری زبالومدیریت
    • دښاری زبالو چاپریالی څرنګوالی څارنه دکابل په ښاری څانګو(نواحیو) ک‌ښی.
    • د ښاری زبالو دلیږ دونی او محوی څرنګوالی څارنه.
    • د ښاری زبالو د ښه مدیریت په اړه ښاروالی سره همغږی.
    • دښاری زبالو د محوی او خښولو دساحه څخه څارنه.

  • د صنعتی فابریکو چابیریالی څارنه او پلټنه
    • دکارګران د حفظ الصحوی او چاپیریالی ساتنی کاری شرایطو کتنه او څارنه.
    • دکارګرانو لپاره د ایمنی وسایلو د رعایت څارنه.
    • د چاپیریالی ککړتیاو دعواملو د کموالی په اړه څارنه.
    • دچاپيریالی رهنمودونو او توصیو په اړه وړاندیزونه.
    • د مخکنی ارایه شوی رهنمودونو په اړه وروستنی څارنه.
    • له نورو اړوند اداراتو سره همغږی دهغو فابریکاتو په اړه چی چاپیریالی تخلفات لری د هغو بندول او د اصلاح لپاره یی تعهد اخیستل.
    • د چاپیریال دتخلفاتو د مخنوی لپاره له اړوندو ارګانوسره همغږی.

  • د روغتونو اوکلینیکنو څارنه او پلټنه
    • دطبی زبالو د تفکیک څارنه.
    • دطبی زبالو د ټولولو څارنه.
    • دطبی زبالو له منځه وړلو څرنګوالی حارنه.
    • د روغتونونو د فزیکی حالت څخه څارنه.
    • د چاپیریال د معیارونو په اساس د طبی زبالو د محوی پروسه په انسنراتور دستګاه کښی څارنه.
    • دطبی زبالو د مدیریت او دچاپیریال تخلفاتو دکموالی په اړه د اړوند ادارو سره همغږی.

  • د طبی زبالو د کمیتی د جلساتو دایرول
    • پرولایاتو کښي د طبی زبالو دکمټی دنیول شوو جلساتو څارنه.
    • پرولایاتو کښی دطبی زبالو دکمیټی نیول شوو جلساتو د راپور لاسته راوړنه.
    • دپلان په اساس په مرکزکښی دطبی زبالو دجلساتو نیول.
    • پرمرکز کښی د طبی زبالو دکمیټی دتصمیمونو څارنه.

  • له اصنافو څخه څارنه او پلټنه
    • ددی اداری د ښاغلی مقام د هدایاتو پر اساس د ښار له مختلفو اصنافو دچاپیریالی تخلفاتو دکموالی په اړه کړنی

  • د عرایضو او دخلکو شکایاتو ته د چاپيریال دککړتیا په اړه رسیدل