دچاپیریال ساتنې ملی ادارې د طبیعی میراثونو دساتنې ریاست پیژندګلوي

ددې لپاره چی طبیعی زیرمې، وحشی ژوي د بشرپه ورځني ژوند او دچاپيریال په سمون کښې مهم رول لري او دنړې پاملرنه یی ځان ته راجلب کړیده. دنړۍ په مختلیفو ځایو نوکې کوښښ کیږي ترڅو هغه سیمې چې پیراخه طبیعي شتمنې ولری او په ملي او نړیواله کچه یی ارزښت او دحمایه و ړ ګرځی دلدی ده ترڅو هغه وساتل شي اودهغې نه ښه ګټه واخسل شی.

ددې لپاره چې طبیعی زیرمی له ضرر نه لرې پاتی شی، نولدی امله نوموړی سیمې د ملي پارکونواو ساتل شوو سیمو په حیث اعلان کږي. چې دا مرحله  په ټول نړی که رعایت او عملی بڼه یی اختیارکړی او ټول پاتې هیوادونه مجبور دي چې نوموړي کړنې ترسره کړي.

ننی ورځ د نړۍ په ډیروهیوادونو کې داسې پارکونه اعلان شوی، اوهره ورځ دهغوی ارزښت لاپسې زیاتیږی. افغانستان یو غرنی هیواد دۍ او وچه موسم لری، نولدی امله بادید دهغې د ژوند بڼوساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړو. د ژوند بڼو دساتنې لپاره،دملی پارکونواو ساتل شووسیمو په توګه د مهمو تاریخی او طبیعي سیمو اعلان، یوه ارزښت ناکه لاره ده.


په همدی توګه، دچاپیریال ساتنې ملي ادارې په چوکات په۱۳۸۴ هجری شمسې کال کی دطبیعی میراثونو د ساتنې ریاست د اړونده دولتي ادارو سره په ګډه په هیواد کې د ځنګلونو، څړځایونو، طبی بوټو، وحشی ژوو، ساتل شوو سیمو، فرهنګي او تاریخی آبدو دپیژندګلوۍ ،ساتنې، تنظیم اوڅار طرحه جوړه او کړنې کوی. 

موخه:


د ژون بڼو، فرهنګی میراثونو، ساتل شوي سیمو او دهیواد داوبیز اوخاورینو ایکوسیستمونو ساتنه

دطبیعي میراثونو دساتنې ریاست تګلاره

دملکی خدمتونودحقوقی او تطبیقی چاکات جوړل، دچاپیریالیزومسایلو یوځای اوګډول، د اړونده ادارو سره دښو اوبهتره اړیکوساتل، اړونده مسولو اداروته مشوره، دبین المللی کنوانسیونو د موافقو تطبیق او اجرا، دژوند بڼو دساتنې په موخه دعامه پوهاوی لوړول، دملی پارکونو او ساتل شوو سیمو پیراخوالی، اداری فساد په وړاندې مبارزه او دجندر اړونده تګلارواو دهغې تطبیق د طرحې جوړل