د ځمکې نړيوالې ورځې په اړه مطبوعاتي اعلاميه

د اپریل ۲۲ مه چې د غویي له 2 مې نېټې سره سمون لري د ځمکې نړیواله ورځ ده، دغه ورځ په ډیرو هېوادونو کې، د ځمکې د ارزښت، هغې ته د درناوي او د ککړتیا د مخنیوي په موخه د پرتمینو غونډو په ترڅ کې لمانځل کیږي، ځمکه یواځېنۍ سیاره ده چې د ژوندانه مهم عنصر (هــــــــوا) په درلودلو سره یې خپله غیږ د ژوندیو موجوداتو پالنې ته پرانېستې ده، الله تعالی انسان د ځمکې پر سر خلیفه ګرځولی او لارښوونه یې ورته کړې ده چې خپل ژوند د الهي قوانینو مطابق سمبال کړي؛ خو څو لسېزې پخوا موږ ته د ځمکې د نه پاملرنې او نه ساتنې له امله د خطر زنګ شرنګول شوی، چې ښه بیلګه د (پاکې ځمکې ورځ) شعار دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې اورېدل کیږي.

سږ کال د ملګرو ملتونو لخوا د ځمکې نړیوالې ورځې لپاره ( د پلاستيک د ککړتيا پای ته رسول ) شعار ټاکل شی دی. اوسمهال د ټکنالوژۍ او صنعتي پرمختګونو له امله ځمکه، او په ځمکه کې ژوند له خورا ستونزو او ننګونو سره مخ شوی دی، انسان د نورو ژوندیو موجوداتو په څېر خپلې غذایي او نورې اړتیاوې له ځمکې څخه تر لاسه کوي؛ موږ په دې معتقد یو چې د ژوند چاپېریال، ونې او شنې سیمې، شین اسمان، غرونه، اوبه او … دا ټول د الله Y له سترو پېرزوینو څخه دي چې په وړیا توګه یې د انسان د هوساینې لپاره پیدا کړي دي؛ نو څنګه زموږ فطرت او وجدان دا اجازه راکوي چې هغه ککړ او له ویجاړتیا سره مخ کړو.

د ککړتیاوو د له منځه وړلو لپاره غوره چاره دا ده چې د ککړتیاوو سرچینې په ګوته او له منځه یوسو، د ځمکې له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه مناسبو او پاکو تولیداتو ته مخه کړو او د هغو توکو د تولید کچه را کمه کړو چې د ژواندانه د چاپېریال لپاره خطرناک او زیان اړوونکي دي.

د ځمکې په ککړولو سره، خاوره، اوبه، هوا او… ککړتیا مومي چې په نتیجه کې د انسان په روغتیا ناوړه اغېزې ښندي.

خاوره هغه با ارزښته سرچینه ده چې د انسان د خوراکي توکو 96 سلنه اړتیا پوره کوي، د سالمې خاورې په نه شتون کې به د ځمکې په کُره کې ژوند ناممکنه وي، له بده مرغه اوسمهال ورځ تر بلې ځمکه د مضره، پلاستیکي او زیان رسوونکو توکو په هدیره بدلیږي، چې د اوبو او هوا ککړتیا سربېره، خاوره هم ککړیږي.

د چاپېريال ساتنې ملي اداره له ټولو قدرمنو هېوادوالو څخه هیله کوي چې خپل د ژوندانه چاپېریال له هر ډول ککړتیا څخه پاک وساتي او ځمکه چې د ټولو ژوندیو موجواتو د اوسېدو یواځېنۍ ځاله ده ناولې او ککړه نه کړي او د ښېرازۍ او سمسورتیا لپاره یې مټې را ونغاړي او پرېنږدي چې ځمکه تر دې زیاته ککړه شي؛ له طبیعت سره زمونږ سالم چلند د راتلونکو نسلونو د ژوندانه د پايښت ضامن دی.

راځئ چې د ځمکې نړیوالې ورځې په پلمه (د پلاستیکي کڅوړو څخه استفاده بنده کړو) او د ځمکې د پاک ساتنې غږ دومره بدرګه کړو چې د چاپېریال ساتنې ټول مینه وال یې واوري؛ ترڅو وکولای شو هم ځمکه پاکه وساتو او هم خپله روغتیا سالمه وساتو.

 

د چاپيريال ساتنې ملي اداره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *