په عامه روغتيا باندې د ککړتيا اغېزې او د حل لارو چارو کنفرانس په اړه مطبوعاتي اعلاميه

اوسمهال افغانستان د چاپېریالیزو ستونزو او ننګونو سره مخ دی، په ځانګړي ډول هوا د پخوا په پرتله ډېره زیاته ککړه شوې ده، چې لاملونه یې د فوسیلي سونګ توکو (د ډبرو سکرو، لرګيو، بې کیفیته تیلو او ربړونو) څخه د خلکو استفاده، په لویو ښارونو کې د زړو موټرو او جنراټورونو زیاتوالی، د نفوسو ډیرښت او … هغه عوامل دي چې د هېواد د ډېرو ښارونو په ځانګړې توګه د کابل هوا یې ککړه کړې ده.

د هوا ککړتیا د پټ دښمن په څېر ده، عامه روغتیا یې زیانمنه کړې، زموږ خلک یې له ستر ګواښ سره مخ کړي دي او د ډیرو جسمي او اروایي ناروغیو برسېره د ماشومانو د مړینې لامل هم ګرځي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره په دې باور ده چې د چاپېریالیزو ستونزو، په ځانګړي ډول د هوا له ککړتیا سره مبارزه یواځې د دې ادارې کار نه دی، بلکې ټولې اړونده دولتي او نادولتي ادارې او د ټولنې ټول وګړي د چاپېریال ساتنې پر وړاندې مسوول دي؛ دا تجربو ثابته کړې چې د یوې ټولنې د وګړو له ګډې همکارۍ او مشترک کار پرته چاپېریالیزې ستونزې نشي کابو کېدای.

د پورته ستونزو او ننګونو په پام کې نیولو سره د چاپېریال ساتنې ملي ادارې وپتېیله چې چې « په عامه روغتیا باندې د ککړتیا اغېزې » تر عنوان لاندې دوه ورځنی ستر کنفرانس جوړ کړي او غونډې ته د چاپېریال ساتنې متخصصین، د اړوندو ملي او نړیوالو ارګانونو استازو ته بلنه ورکړي؛ ترڅو د یادو ستونزو د حل لپاره د چاپېریالي قوانینو په رڼا کې، غوره او مناسبه لارې چارې ولټوي.

د چاپېريال ساتنې ملي اداره له قدرمنو هيوادوالو، علمای کرامو، مدني ټولنو او په ځانګړې توګه له رسنیو څخه هیله کوي؛ تر څو د دغه کنفرانس موضوعات او پرېکړې د خلکو غوږونو ته ورسوي؛ د چاپېریال ساتنې اړوند خپرونې چمتو او نشر کړي او په دې برخه کې خپل اسلامي او ملي مسوولیت ادا کړي.

 

‏‏‏‏‏د چاپيريال ساتنې ملي اداره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *