د چاپېريال ساتنې نړيوالې ورځې په اړه

مطبوعاتی اعلامیه

د غبرګولي ۱۵ مه نيټه چې د 2018 ز کال د جون له 5 مې نيټې سره سمون لري د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ده، یاده ورځ  هر کال د نړۍ په ډیر شمېر هېوادونو کې لمانځل کیږي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره نړیوالو تړونونو ته د پوره ژمنتیا او د نړیوالې کورنۍ د غړې په توګه هر کال دغه ورځ د ځانګړې اونۍ په لړ کې لمانځي.  د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې نړیوال پروګرام سږکال د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې لپاره دغه شعار:

(د پلاستيک له ککړتيا سره مبارزه-که يې بياځلي نه شئ استفاده کولای، له کارولو يې ډډه وکړئ)  غوره کړی دی.

سږکال د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې لمانځل ځانګری هدف لري هغه داده: په هر ډول چې کیږي باید موږ په ورځني ژوند کې د پلاستیک د مصرف په تړاو جدي بدلون او کمښت رامنځته کړو.

د پلاستیک څخه استفاده زموږ د اوسني عصر ستر چاپېریالي ګواښ دی، ځکه چې د هېواد په هر ګوټ کې یې چاپېریالیزې ستونزې رامنځته کړې دي، د پلاستیکي کڅوړو مصرف ډېره ککړتیا رامنځته کړې، سړکونه،کوڅې، سیندونه، د اوبو ویالې او حتا د ونو تر شاخونو رسېدلې ده؛ دا د دې ښکارندوی ده چې له دغه پټ دښمن (پلاستيک) څخه موږ په خپلو ورځنیو چارو کې په څومره لوړه کچه استفاده کوو.

یواځې په کابل ښار کې د ورځې ۴ ټنه پلاستیک په مختلفو بڼو مصرفیږي. موږ کولای شو چې د پلاستیک د مصرف په کموالي او مخنیوي کې د پام وړ مرسته وکړو، په لومړي پړاو کې یې خپله له کارولو ډډه وکړو، خلک یې له زیان څخه خبر کړو او د پلاستیک پر ځای له ټوکرینو او کاغذي کڅوړو څخه استفاده وکړو.

پلاستیک هغه ګواښوونکی دښمن دی چې ډیر اوږد عمر لري او د کیمیاوي زهري توکو درلودونکی دی چې هر ډول ککړتیا جذبوي او هوا ته یې آزادوي. د چاپېریال ساتنه د ټولو وګړو دنده ده ځکه چې د اوسني او راتلونکي نسل د ژوندانه وده او هوساینه په کې نغښتې ده له همدې کبله باید د ټولو هغو کړنو مخنیوی وکړو چې د ککړتیا لامل ګرځي.

ځمکه، اوبه، هوا او ټولې طبیعي زیرمې الهي ډالۍ دي چې الله Y په وړیا توګه د انسانانو په واک کې ورکړي او دا یې د دوامداره او تلپاتې استفادې لپاره پيدا کړي دي.

د چاپېريال ساتنې ملي اداره له ټولو قدرمنو هيوادوالو، په خاصه توګه له علمای کرامو، د پوهنتونونو او ښوونځیو استادانو، مدني ټولنو او رسنیو څخه غواړي؛ ترڅو د خپل ملي او دیني مسوولیت له مخې په ټول هېواد کې د پلاستیک له زیان څخه خلک خبر کړي او دې ته يې وهڅوي چې له ټوکرینو او کاغذي کڅوړو څخه استفاده وکړي.

د چاپيريال ساتنې ملي اداره

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *