خبرتيا

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پلټونکو د اوبو د څرنګوالي د ټېسټ د مډرنو تخنیکي دستګاوو پر مټ د چنګاښ په 10 مه او نن د چنګاښ په 11 سهار 6 بجې د پنجشېر د سیند اوبه په څو ځایونو کې د تخنیکي پلوه ټېسټ کړې دي چې په هېڅ ډول کيمیاوي موادو نه دي ککړي، په همدې موخه د پنچشېر سیند ته څېرمه قدرمنو اوسیدونکو ته د دې سیند د اوبو د پاکوالي په اړه ډاډ ورکول کیږي.

د یادولو ده چې د دې سیند په مختلفو سیمو کې ځینې کبان په یو ډول کیمیاوي موادو له امله مړه شوي دي، قدرمنو هېوادوالو ته سپارښتنه کیږي چې د ناروغو کبانو دغوښې له خوړلو دې ډډه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *