ښاغلي شاه زمان میوندي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس، بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د بلخ له ښاغلي والي، محمد اسحاق رهگذر، سره وکتل او پر ځینو مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د بلخ د ولایتي شورا ښاغلي رییس ډاکتر محمد افضل حدید، د ملي امنیت، اطلاعاتو او فرهنگ او
چاپېریال ساتنې رییسانو هم گډون درلود