١٤٤٧کال د صفرالمظفر ١٣مه/ تخار
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د
TLO موسسې په همکارۍ د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار
کې د چاپېریال خوندیتوب په موخه پراخه سیمهییزه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د
حکومت لوړپوړو چارواکو، سیمهییزو مسؤلینو، چاپېریالي فعالانو، د ټولنې د بېلابېلو
قشرونو استازو او د کندز، بدخشان او بغلان ولایتونو سلګونو اوسېدونکو ګډون کړی و.
غونډه په "چاپېریال ساتنه کې د خلکو او حکومت ګډ مسؤولیت"
تر عنوان لاندې ترسره شوه چې موخهیې د چاپېریال د خوندیتوب په برخه کې د عامه
پوهاوی لوړول، د خلکو او حکومت ترمنځ همغږي پیاوړې کول او د اقلیمي بدلون پر وړاندې
د دوامدارو حللارو موندل و.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیعالحق
خالص غونډې ته د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، د طبیعي منابعو د ناوړه استفادې، د ځنګلونو
د پرېکولو، د اوبو کمښت او د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
هغه وویل "چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت کار نه، بلکې ټول خلک باید د خپل
ژوند د ښهوالي لپاره پکې مسؤلانه ونډه واخلي. زموږ ګډ اقدام کولای شي راتلونکو
نسلونو ته سالم چاپېریال پرېږدي."
نوموړي ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره د چاپېریال
د وضعیت د ښهوالي لپاره هڅې کوي، خو دا هڅې د خلکو، ټولنې، دیني عالمانو او ټولو
اړوندو بنسټونو ګډ ملاتړ ته اړتیا لري.
ښاغلي خالص زیاته کړه، افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي اغېزو
سره مخ دی، خو له بده مرغه د نړیوالو مرسته کوونکو همکاري کمه شوې او ګڼې مهمې چاپېریالي
پروژې د سیاسي مسایلو له امله یا ځنډېدلي یا درول شوې دي.
نوموړي وویل: "موږ هڅه کوو نړیوال چاپېریالي بنسټونه بېرته
قانع کړو، څو له افغانستان سره د هوا د ککړتیا د مخنیوي، د اوبو مدیریت، د ځنګلونو
د بیا احیا او د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي. دا یواځې
زموږ نه، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره حیاتي ارزښت لري"
د TLO موسسې
استازي ښاغلي ملکیار هم غونډې ته وینا وکړه او د چاپېریال خوندیتوب کې یې د ټولنې
رول مهم وباله. نوموړي ژمنه وکړه چې د خلکو او حکومت ترمنځ د ګډو پروګرامونو د پلي
کولو په برخه کې به همکاري جاري وساتي.
همداراز د تخار ولایتي مسؤلینو د افغانستان د جغرافیایي
موقعیت، طبیعي شتمنیو او د دې ډول غونډو ارزښت ته په اشارې سره چاپېریال ساتنې ته
پاملرنه خورا مهمه وبلله.
غونډه په دې ژمنې سره پای ته ورسېده چې ګډونوال به د چاپېریال
د خوندیتوب لپاره په ګډه، عملي او دوامداره توګه هلېځلې کوي، ترڅو راتلونکو
نسلونو ته یو سالم، زرغون او خوندي افغانستان پاتې شي.