د چاپېريال ساتنې ادارې د نظارت او تفتيش رياست لنډه پېژندنه



د چاپېريال ساتنې ادارې د نظارت او تفتيش ریاست په کال ۱۳۸۹ ل.ل کې د معاشاتو د رتب سيستم د تطبيق په اساس د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په تشکيلاتي چوکاټ کې منظور او رامنځ ته شو، چې په لومړي کال کې د پنځه آمريتونو او دمګړی د لاندې څلورو آمريتونو درلودونکی دی:
• د چاپېريالي پاليسيو او ستراتيژيو د تطبييقولو پر سر د نظارت او تفتيش آمريت
• د جامدو او اوبلنو کثافاتو يا خځلو د نظارت او تفتيش آمريت
• د ککړتياو د تحليل او تجزيې آمريت
• د کثافاتو يا خځلو څخه د نظارت او تفتيش آمريت
په ټوله کې د ۲۴ کارکوونکو تشکيل دی چې، (۴) آمرين، (۱۷) کارپوهان او (۱) خدماتي کارکوونکی ډرېور دی.

ماموریت:
د چاپېريالي ساتنې ملي ادارې د نظارت او تفتيش رياست د ذيربطو ادارتو سره په همکارۍ د چاپېريال د وضيعت د ښه کېدو په موخه د چاپېريالي قانون، مقرراتو، ستراتېژيو، پاليسيو، لوايحو او کړنلارو د تطبيق په موخه اجراأت کوي.

ټوليزه يا کلي موخه:
د چاپېريال ساتنې د قانون، کړنلارو او مقرراتو په روښنايۍ کې د اوبو او هوا، جامدو کثافاتو او تورو اوبو کنټرول، نظارت او تفتيش، د هوا د ککړتيا د کچې په راټيتېو کې هڅه کول او د چاپېريالي ستندردونو تطبيقولو څخه نظارت.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د نظارت او تفتيش رياست ستراتيژکې موخې:
1. د چاپېريالي قوانينو، مقرارتو، ستراتيژيو، پاليسيو، لوايحو او کړنلارو په تطبيقولو سره د هېواد چاپېريال وضيعت ښه کېدل او د چاپېريالي ککړتياو د سرچينو د مختلفو اړخونو له اړخه د راپورته شويو ستونزو حل او يا د حد اقل کچې ته رسېدل.
2. د چاپېريال د وضيعت ښه کېدل، چې په پايله کې به د ژوند شرايط ښه شي او د هېواد د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او ودې سبب وګرځي.
3. د انساني، حيواني او نباتي روغتيا ساتنه او د هغو په وضيعت کې ښه والی رامنځ ته کول.
4. د مختلفو چاپېريالي ککړتياو د عواملو د کچې راټيټېدل او مخنيوی کول، چې همدا چاپېريالي منفي اغېزې ترډېره پر ټولو حيه موجوداتو او په ځانګړي ډول پر انسانانو خپل اغېز لري.

ليدلوری :
د چاپېريالي قوانينو، مقرراتو، ستراتېژيو، پاليسيو، لوايحو او کړنلار په تطبيقولو سره د سالم چاپېريال د رامنځته کولو لپاره لوړ شرايط رامنځ ته کول.

لومړيتوبونه:
1. د هېواد په سطحه د چاپېريالي ککړتياو د کچې د راټيټېدو او مخنيوي لپاره د قوانينو، مقرراتو، ستراتيژيو، پاليسيو، لوايحو او کړنلارو د تطبيقولو په موخه د کارکوونکو د ظرفيت ارتقا.
2. د راتلونکو تدابيرو د نيولو په موخه د چاپېريالي (اوبه، هوا، خاوره) ککړتياو د سرچينو پېژندل.
3. د پلان شويو موخو د تحقق په پار د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول.
4. د هغو چاپېريالي ککړتياو د سرچينو تثبيتول چې په لنډمهاله او منځمهاله توګه د اصلاح او سمونې وړ وي.
5. د مولده ککړتیاو د کچې د راټيټېدو او مخنيوي په موخه مختلفو اصنافو ته د هغوی د اړوندو فعاليتونو په برخو کې د چاپېريالي لارښوونو وړاندې کول.

د دندې موخه :
د چاپېريالي تخلفاتو د مخنيوي لپاره د چاپېريالي قانون او مقرراتو په رڼا کې د پلانونو طرحه کول او د عمل په ډګر کې د طرحو تطبيقول.