د کتاب لوستلو او مقالو لیکلو سیالۍ

توضیحات:

دغه سیالي دوه برخې لري چې کتاب لوستل او مقاله لیکل پکې شامل دي. په دې سیالۍ کې ونډه اخیستل اسانه دي او د ټولو ښاریانو د ګډون حقوق پکې خوندي دي. یو تن کولای شي په دواړو برخو (کتاب لوستلو او مقاله لیکلو) کې برخه واخلي؛ خو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکي نه شي کولای په دې سیالۍ کې ګډون وکړي.

په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره د پېژندپاڼې درلودل اړین دي، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هرې برخې لسو تنو ګټونکو ته نغدي او غیر نغدي جایزې چې په هغې کې لپټاپ کمپیوټرونه، ځیرک مبایل ټلیفونونه، بایسکېلونه او تقدیر پاڼې شاملې دي، په پام کې نیولي دي. د لوړو نومرو لرونکو کسانو د ډېرېدو په صورت کې، د با صلاحیته پلاوي په شتون کې پچه اچونه ترسره کېږي.

د دري غړیتوب لپاره دلته کلیک وکړئ
د ثبت لپاره دلته کلیک وکړئ

یادونه: که تاسو سیسټم ته بیا ننوځئ او د مقالې لیکلو سیالۍ کې برخه اخلئ ، نو تاسو اړتیا نلرئ چې ځان بیا ثبت کړئ ، یوازې هغه کوډ دننه کړئ چې تاسو د فورم ډکونی څخه وروسته ترلاسه کوئ.



د معلوماتو سرچینې

product image

د چاپیریال معلوماتو بانک


  • د معلوماتو سرچینې د دکمې له کلیک کولو سره ، تاسو بیلابیلو معلوماتو ته لکه د هوا بدلون ، ځنګلي ژوند ، قواعد ، پالیسي ، لارښودونه او نور چاپیریال معلوماتو ته لاسرسی ترلاسه کولی شئ.

product image

زمونږ په اړه


  • د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په اړه د لا نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره "زموږ په اړه" دکمه کلیک وکړئ.