د عکسونو نندارتون; د ملي پارکونه پېژندنه

د عکسونو په دغه آنلاین نندارتون کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست د هېواد یو شمېر ملي پارکونه په تصویري بڼه تاسو ته در پېژني.

د دې عکسونو په لیدلو سره به تاسو د هېواد د طبیعي میراثونو د ارزښت په هکله پوه شئ، ښه په ځیر یې وګورئ او له طبیعي ښکلاوو یې خوند واخلئ.

پام مو وي چې دغه طبیعي میراثونه د هېواد ملي شتمني ده، ساتنه او پالنه یې د دولتي او نا دولتي ارګانونو په شمول، د ټولو هېوادوالو ایماني او وجداني مسوولیت دی.

چاپېریال ساتنه د هر افغان اخلاقي مسوولیت دی

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست