
۱۴۴۶ کال د صفر ۲مه/ کابل
د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په
لړ کې ملت ته د معلوماتو ورکولو په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري نن یک
شنبه د روان ۱۴۰۴کال
د زمري په ۵نېټه
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ترسره شو.
په دې کنفرانس کې د دې ادارې پالیسي او مسلکي معین ډاکټر
ملا زین العابدین عابد، رئیسانو، کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
یاد خبري کنفرانس د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت
پیل شو ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین د تیر کال د لاسته
راوړنو او اقداماتو په تړاو هر اړخیزه وینا وکړه نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: د ۱۴۴۶ هـ ق کال په اوږدو کې د چاپېریال
ساتنې، اقلیمي بدلون، نړیوالو همکاریو او مسلکي ظرفیت لوړولو په برخو کې ګڼې لاسته
راوړنې درلودلې دي.
د اقلیم بدلون په برخه کې د افغانستان د ملي ستراتیژۍ او د NDC سندونو بازنگري یا بیا کتنه بشپړه شوه، چې
په نږدې راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون برخي ته وړاندې شي. دغه راز
لومړی ځل و چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي تیر کال د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس (COP29)چې په اذربایجان هېواد کې جوړ
شوی و، برخه واخیسته.
ښاغلي عابد د اذربایجان هېواد څخه مننه وکړه چې افغانستان
ته یې په دې کنفرانس کې د ګډون زمینه مساعده کړه.
ده زیاته کړه چې د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې
یو شمېر مهمې پروژې له نړیوالو منابعو ترلاسه کړې دي؛ د اقلیم سره د سازګاره اوبو
او آبریزو پروژه د GEF له
صندوق څخه د ۲۰
میلیونه ډالرو په ارزښت، د کم کاربن خپرونکو لارو چارو پروژه د GEF له خوا د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، د
اقلیم بدلون سره مبارزې ټولنه محوره پروژه د
GEF/LDCF له لارې نږدې د ۹.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت او د
مونتریال پروتوکول اړوند، د Multilateral Fund له
لوري څلور پروژې منظور شوې دي: د HCFC ملي
موجودي پروژه د ۹۰
زره ډالرو په ارزښت، د اوزون واحد او نهادي تقویت پروژه د ۱۹۲ زره ډالرو په ارزښت او د HCFC مدیریت دوه پروژې په ترتیب
سره د ۲۸ زره
او ۱۸۰,۹۰۸ ډالرو
په ارزښت تائید او ترلاسه شوي چې په مجموع کې د ۴۰،۴ ملیونه ډالرو په ارزښت پروژې
کیږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین وویل: د ځنګلونو
د بیا احیا په موخه د ۱۴۰۴
کال په جریان کې د نړیوالو او کورنیو موسسو په همکارۍ په مرکز او ولایتونو کې ۱۷.۷ میلیونه نیالګي کینول شوي، د
ځنګلونو د قطع کولو د مخنیوي لپاره شنه قطعه جوړه شوې چې اوس په ټول افغانستان کې
د ځنګلونو وهل بند دي.
په بلخ او غزني ولایتونو کې دوه تحقیقاتي فارمونه جوړ شول، څو
د اقلیمي بدلون سره د تطابق او سازګارۍ علمي لارې چارې وڅېړل شي.
ښاغلي عابد وویل چې د همکارو ادارو په ملاتړ وتوانېده چې په
بېلابېلو ملي پروژو، ستراتیژیکو پلانونو او پالیسۍ جوړونه کې اغېزناک او فعال رول
ولوبوي، څو د یوه سالم، خوندي او پایداره چاپېریال لپاره بنسټيز ګامونه پورته شي.
د ۱۴۴۶
هـ ق کال په ترڅ کې د (۱۶۵۰) پراختیایي،
زیربنایي، صنعتي او تولیدي فعالیتونو او د معدن پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو
راپورونه ارزولي دي، د چاپېریالي معیارونو د ټینګښت لپاره نهه (۹) مهم رهنمودونه ترتیب او نافذ
شوي چې پکې د تصفیهخانو، لوړپوړیزو ودانیو، فابریکو، طبی لابراتوارونو، موټر ترمیمځایونو
او یو شمیر نورو فعالیتونو لپاره مشخص چاپېریالي اصول پکي وضع شوي دي.
په تیر کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چاپېریال، ایکوسیستمونو
او طبیعي میراثونو د ساتنې او مدیریت په برخه کې پراخې هڅې کړي، د طبیعي میراثونو
او ساتل شوو ساحو په برخه کې د واخان، درقد او کندز د مهمو ساتل شوو سیمو نظارت او
تخنیکي راپورونه برابر شوي.
د بند امیر، تخار او کندز د ساتل شوو سیمو شته ستونزې ارزول
شوې او د حل لپاره له سیمهيیزو ادارو سره همغږي شوې.
د نورستان ملي پارک د بایوفزیکي، ټولنیزو او اقتصادي سروې
کار پیل شوی.
د ښکار، قاچاق او غیرقانوني پلور ضد اقداماتو له لارې ۱۵۷۵۵ حیوانات او مرغان له نیول کېدو
وروسته طبیعت ته بېرته پرېښودل شوي او لاملین یې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
د نړیوال کنوانسیونونو مطابق د ژوو نړیوال تجارت ۱۶۶ جوازونه صادر شوي.
د کنړ ولایت د شیگل او دانګام ولسوالیو د نوو ساحو ابتدایی
معلومات تحلیل شوي او د ساتل شوو سیمو په توګه د پیشنهاد لپاره برابر شوي.
د ښکاري وسلو د وارداتو د مخنیوي لپاره اړوندو وزارتونو ته
رسمي مکتوبونه لېږل شوي او د مخنیوي لپاره یې اغیزمن ګامونه اخیستل شوي دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د چاپېریال د دوامداره ساتنې
په هدف د ککړتیاوو د کنټرول، زبالهوو د تنظیم، شکایتونو ته د رسېدنې او د پالیسیو
د ملاتړ په برخو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین زیاته کړه
چې د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه مرکز او ولایتونو په کچه له ۲۳٬۶۷۴ فعالیتونو څخه نظارت او
ارزونه ترسره شوې ده.
په کابل ښار کې د ۱۰۹۵ تجارتي، رهایشي او امارتي ودانیو د فاضلابو سیستمونه
ارزول شوي چې ډیری یې جذبي سیستمونه وو. خلکو ته سپارښتنه شوې چې سپتیک څاګاني معیاري
کړي، د طبي زبالو د مدیریت لپاره هڅې ګړندۍ شوې، پر یو شمیر تقنیني اسنادو او پالیسي
بیاکتنه شوې، له نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو سره اړیکې رغول شوې دي، د ملي او
نړۍ والو موسسو سره تفاهم لیکونه امضا شوي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول میلیونونو
کسانو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.
د کنفرانس په لړ کې د دې ادارې د اقلمی بدلون رئیس انجنیر
روح الله امین د افغانستان د اقلیمي بدلون پر وضعیت، موجوده فرصتونو او ننګونو په
تړاو خبرې وکړې.
د کنفرانس په پای کې د مسوولینو له لوري د خبریالانو پوښتنو
ته ځوابونه ورکړل شول او د دعایې په لوستلو یاد خبري کنفرانس پای ته ورسېده.