logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

لغمان کې د امام ابوحنیفه مدرسې سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
وردګ پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو خزاني کمپاین ترسره شو
ښرنه کې د چاپېریال ساتنې په هکله زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو ارزونه وشوه
لوګی خاموش قاتل دی، مخنیوی یې وکړئ!
ولایتونو کې د مختلفو فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ننگرهار کې د طبي زبالو د له منځه وړلو بهیر څخه څارنه وشوه
خوست ښار کې د د ۳خصوصي روغتونونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
آیا پوهیږئ؟ هغه لوړپوړیزې ودانۍ او تاسیسات چې د لوګي د تصفیې فلټرونه و نه لري؛ بندیږي.

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ٣٠م نړۍوال کنفرانس(COP-30) په تړاو د رسنیو له مسوولینو سره مشورتي غونډه وشوه

slider-image

۱۴۴۶ کال د صفر ٣مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا د ORD مؤسسې په همکارۍ د روان ١٤٠٤کال د اسد په ٦مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غړو هېوادونو ٣٠م نړۍوال کنفرانس(COP-30) په تړاو د رسنیو له مسوولینو سره یو ورځنۍ مشورتي غونډه وشوه.
په دې مشورتي غونډه کې د ملي او نړیوالو رسنیو استازو ګډون کړی وو چې موخه یې د افغانستان د ناسم چاپېریالي وضعیت او اقلیمي بدلون ستونزې او ناخوالې د رسنیو له لارې تر نړۍوالو رسول دي.


غونډه د قرآن کريم مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس په ملي او نړۍواله د رسنیو پر اهمیت خبرې وکړې او د رسنیو له مسوولینو يې وغوښتل چې د څو لسیزو جګړو زیان چې د افغانستان چاپېریالي وضعیت یې زیانمن کړی، رسنيز کړي او تر نړیوالو ورسوي.
نوموړي د رسنیو همکاري وستایله او ټينګار يې وکړ چې چاپېریالي موضوعات باید سیاسي نه شي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو هر اړخیزه وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: چاپېریالي موضوع د دیني اړخه خورا د اهمیت وړ ده او په شريعت کې د ایمان جز ګڼل شوی.
ده زياته کړه چې په تیرو ٤٥کلنو جګړو کې د افغانستان چاپېریالي وضعیت ډیر زیات زیانمن شوی، ځنګلونه چې په چاپېریال کې اساسي رول لري، ډیر له منځه تللي دي، د اشغال په دور کې ډول ډول وسلې وکارول شوې حتی د بمونو مور هم وکارول شوه چې له امله يې چاپېریالي وضعیت خراب شوی.
په نړۍواله کچه هم د صنعتي انقلاب څخه وروسته د پرمختللو هیوادونو د بې رويې فعالیتونو له امله چاپېریال ډیر سخت زیانمن شوی.
ښاغلي خالص وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان چاپېریالي پروژې ځنډول شوې چې ډير زيان يې ملت ته رسیږي.


نوموړي ټينګار وکړ چې چاپېریال رغونه او ساتنه د ټولو مسوولیت دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د رسنیو له مسوولینو وغوښتل چې په رضاکاره توګه باید د چاپېریال ساتنې لپاره کار وکړي، د ملت د ستونزو غږ تر نړۍوالو ورسوي، چاپېریالي پيغامونه نشر کړي او رسنۍ باید چاپېریالي مسایل د خپل کار برخه وګرځوي.
ښاغلي خالص ټینګار وکړ چې چاپیریالي مسایل باید سیاسي نه شي.
د غونډې په لړ کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون رئیس او ORD مؤسسې استازي له لوري د اقلیمي بدلون غړو هېوادونو نړۍوالو کنفرانسونو (COP) په تړاو او (COP-30) کنفرانس لپاره د چمتووالي په هکله معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول.
ګډونوالو هم خپل نظرونه، وړانديزونه او مشورې وړاندې کړې.
د غوندې وروستۍ ارزونه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وکړه او یوځل بیایې هم له رسنیو غوښتنه وکړه چې د اقلیمي بدلون په برخه کې رامنځته شوي ستونزي منعکس او ورته بشپړه پاملرنه وکړي.

Jul 28, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021