logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

لغمان کې د امام ابوحنیفه مدرسې سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
وردګ پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو خزاني کمپاین ترسره شو
ښرنه کې د چاپېریال ساتنې په هکله زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو ارزونه وشوه
لوګی خاموش قاتل دی، مخنیوی یې وکړئ!
ولایتونو کې د مختلفو فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ننگرهار کې د طبي زبالو د له منځه وړلو بهیر څخه څارنه وشوه
خوست ښار کې د د ۳خصوصي روغتونونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
آیا پوهیږئ؟ هغه لوړپوړیزې ودانۍ او تاسیسات چې د لوګي د تصفیې فلټرونه و نه لري؛ بندیږي.

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په تخار ولایت کې د چاپېریال ساتنې په اړه پراخه سیمه‌ییزه غونډه جوړه شوه

slider-image

١٤٤٧کال د صفرالمظفر ١٣مه/ تخار
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د TLO موسسې په همکارۍ د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د چاپېریال خوندیتوب په موخه پراخه سیمه‌ییزه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د حکومت لوړپوړو چارواکو، سیمه‌ییزو مسؤلینو، چاپېریالي فعالانو، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازو او د کندز، بدخشان او بغلان ولایتونو سلګونو اوسېدونکو ګډون کړی و.
غونډه په "چاپېریال ساتنه کې د خلکو او حکومت ګډ مسؤولیت" تر عنوان لاندې ترسره شوه چې موخه‌یې د چاپېریال د خوندیتوب په برخه کې د عامه پوهاوی لوړول، د خلکو او حکومت ترمنځ همغږي پیاوړې کول او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دوامدارو حل‌لارو موندل و.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص غونډې ته د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، د طبیعي منابعو د ناوړه استفادې، د ځنګلونو د پرېکولو، د اوبو کمښت او د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه. هغه وویل "چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت کار نه، بلکې ټول خلک باید د خپل ژوند د ښه‌والي لپاره پکې مسؤلانه ونډه واخلي. زموږ ګډ اقدام کولای شي راتلونکو نسلونو ته سالم چاپېریال پرېږدي."
نوموړي ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره د چاپېریال د وضعیت د ښه‌والي لپاره هڅې کوي، خو دا هڅې د خلکو، ټولنې، دیني عالمانو او ټولو اړوندو بنسټونو ګډ ملاتړ ته اړتیا لري.


ښاغلي خالص زیاته کړه، افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي اغېزو سره مخ دی، خو له بده مرغه د نړیوالو مرسته کوونکو همکاري کمه شوې او ګڼې مهمې چاپېریالي پروژې د سیاسي مسایلو له امله یا ځنډېدلي یا درول شوې دي.
نوموړي وویل: "موږ هڅه کوو نړیوال چاپېریالي بنسټونه بېرته قانع کړو، څو له افغانستان سره د هوا د ککړتیا د مخنیوي، د اوبو مدیریت، د ځنګلونو د بیا احیا او د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي. دا یواځې زموږ نه، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره حیاتي ارزښت لري"
د TLO موسسې استازي ښاغلي ملکیار هم غونډې ته وینا وکړه او د چاپېریال خوندیتوب کې یې د ټولنې رول مهم وباله. نوموړي ژمنه وکړه چې د خلکو او حکومت ترمنځ د ګډو پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې به همکاري جاري وساتي.


همداراز د تخار ولایتي مسؤلینو د افغانستان د جغرافیایي موقعیت، طبیعي شتمنیو او د دې ډول غونډو ارزښت ته په اشارې سره چاپېریال ساتنې ته پاملرنه خورا مهمه وبلله.
غونډه په دې ژمنې سره پای ته ورسېده چې ګډونوال به د چاپېریال د خوندیتوب لپاره په ګډه، عملي او دوامداره توګه هلې‌ځلې کوي، ترڅو راتلونکو نسلونو ته یو سالم، زرغون او خوندي افغانستان پاتې شي.

Aug 9, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021