logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

نیالګي ته اوبه ورکول د انسانیت، طبیعت او راتلونکي سره مینه ده
سلګونو زده کوونکو ته د نیالګیو د ساتنې او پالنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریال ساتنې ریاستونو له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د فعالیتونو څخه د نظارت او ارزونې لړۍ دوام لري
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د سویس د بشري مرستو دفتر له رئیس او ورسره پلاوي سره وکتل
د اوبو سپما یوازې د حکومت دنده نه ده، بلکې زموږ ټولو ګډ مسوولیت دی.
د کابل ښار اوومه ناحیه کې د سیند د پاکوالي حشر ترسره شو
په کونړ او سمنگان کې د چاپېریال ساتنې په تړاو عامه پوهاوی ترسره شو
بلخ، کندز، خوست، بامیان،او لغمان کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
کونړ او خوست کې سلګونو تنو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

نوي او اصلاح شوي چاپېریالي جوازونه ګټې اخیستنې ته وړاندې شول

slider-image

کابل-۱۳۹۹د لړم ۷مه
د چاپېریالي جوازونو په برخه کې د اصلاح او آسانتیا رامنځته کولو برنامې پرانیست غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین عبدالکریم ملکیار، د صنعت او سوداګرۍ د فکري مالکیتونو د ثبت عمومي رییس عیسی مایار، د کانونو او صنایع خونو عمومي رییس الحاج شیرباز کمین زاده، د دولتي ادارو استازو، د کابل ګاونډیو ولایتونو د چاپېریال ساتنې رییسانو، ګڼ شمېر پانګوالو اوصنعتکارنو ګډون کړی وو.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنگ زیاته کړه: په نړۍواله کچه چاپېریال ساتنه هغه جدي مسله ده، چې په راوروسته کلونو کې یې د نړۍ په کچه غبرګونونه درلودلي دي، چې یاده موضوع په افغانستان کې هم مهمه او اړینه بلل شوې ده.
ښاغلي صدیقي وویل: صنعت د اقتصاد، د بې وزلۍ د له‌منځه وړلو، د کار او شغل د رامنځته کېدو لپاره د نننۍ نړۍ تر ټولو مهم سکتور ګڼل کېږي او زیاته یې کړه چې د صنعت او چاپېریال تر منځ دوې اړیکې موجودې دي، لومړی د صنعتي فعالیتونو لپاره اړین او لازم توکي، مواد او انرژي د سالم چاپېریال څخه تامینېدلی شي، دویم کله چې صنعتي فعالیتونه صورت مومي نېغ په نېغه د چاپېریالي ککړتیاوو لامل کېږي؛ نو اوس باید د دې دواړو اړیکو تر منځ موږ او تاسو په ګډه، توازن او تعادل ته زمینه برابره کړو چې یوه د حل لاره یې د چاپېریالي ستونزو د کمولو په موخه د چاپېریالي جوازونو ورکول او په هغو کې د درج شویو شرایطو تطبیق دی.
ده همداراز د فساد مخنیوي په برخه کې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د هر ډول فساد مخه یې نیولې او که بیا هم د فساد اړوند کومې پېښې سره مخ شوی، کولی شئ یاده موضوع له موږ سره شریکه کړئ، چې د حل په برخه کې یې د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هر ډول همکارۍ لپاره ژمنه ده. ده د چاپېریالي جوازونو برنامې په برخه کې اصلاح او رامنځته شوې آسانتیا ته هم ګوته ونیوه او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د لانورو اسانتیاوو رامنځته کولو په هڅه کې دي.
ورپسې د کانونو او صنایع خونو عمومي رییس الحاج شیر باز کمین زاده د صنعت کارانو په استازیتوب د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دغه اقدام نېک ګام وباله او په دې برخه کې یې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه، ده زیاته کړه چې د شخصي ګټو لپاره نباید چاپېریالي ګټې زیانمنې شي.
همدا راز په یاده غونډه کې د صنعت او تجارت وزارت د فکري مالکیتونو د ثبت عمومي رییس عیسی مایار د چاپېریال ساتنې د یاد اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې پورته شوي ګامونو د قدر وړ دي او غوښتنه یې وکړه، چې د چاپېریالي جوازونو په برخه کې، چې صنعت کارانو ته د تګ راتګ سرخوږی ایجادوي، د حل په موخه له موږ سره د ډیتابیس له لارې یو ځای کېدلی شئ، چې دغه کار د یادې پروسې په برخه کې لا نور هم ګټور تمامېدلی شي.
د نوموړې برنامې په اوږدو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تلپاتې پرختیا رییس انجنیر نقیب الله صدیقي، د چاپېریالي جوازونو د ترلاسه کولو پروسې په برخه کې د رامنځته شویو آسانتیاوو په تړاو معلوماتي پرېزنټېشن  وړاندې کړ.
هېره دې نه وي چې د یادې غونډې په پای کې د ګډونوالو وړاندیزونو او پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

Oct 31, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021