۱۴۴۵کال د محرم ۱۹مه/ کابل
ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د زمري په ۱۵نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبري کنفرانس ورکړ. په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن، مسلکي او پالیسي معین ډاکټر زین العابدین عابد، رئیسانو، کارکوونکو او خبریالانو ګډون کړی وو.
غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او ورپسې د دې ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن خپله بیانیه وړاندې کړه:
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې له اقلیمي بدلون څخه زیات اغېزمن شوی په داسې حال کې چې په نړۍوال اقلمي بدلون کې افغانستان ډیره کمه ونډه لري، سیلابونه، وچکالي د ځنګلونو اور اخیستنه او طوفانونه د اقلیمي بدلون بیلګې دي.
ښاغلي حافظ زیاته کړه: د تېر کال په لړ کې د چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (GEF) څخه (۳۰) ملیونه ډالرو مالي تعهد ترلاسه شوی؛ د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ ۳۲ چاپېریالي او د اقلیمي بدلون تعلیقي پروژې له دیپلوماتیکو لارو تعقیب شوي، چې له دې جملې دوه پروژې عملا پیل شوې؛ د اقلیمي بدلون په برخه کې د دې ادارې له لوري (۲۰) طرحې او پروپوزلونه جوړ شوي چې نړیوالو مالي میکانیزمونو ته به ولېږل شي؛په تېرکال کې ۲۶۵ مټریک ټنه (HCFC) ګازونه د اصولو مطابق توزیع شوي دي او هېواد ته د ۸۸ ناقانونه بالونونو د واردولو مخه نیول شوې ده.
د انکشاف پایدار په برخه کې: د چاپېریال ناوړه اغېزو د مخنیوي په منظور (۱۳۱۸) انکشافي، زیربنایي پروژو؛ تولیدي او صنعتي فعالیتونو د چاپېریالي اغیزو ارزونه شوې.
د طبیعي میراثونو د ساتني په برخه کي: د تېر کال په لړ کې مجموعا (۲۳) ساتل شوې ساحې چي ۹یې رسمي او ۱۴یې پیشنهادي دي نظارت شوي دي او د یادو ساتل شوو ساحو د غوره مدیریت طرحه هم د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ ته پیشنهاد شوې ده.
د (۱۴۹) ډوله حیوانات او نباتات چې د انقراض له جدي خطر سره مخ دي د تجارت او ښکار مخه یې نیول شوې ده.
د (۴۹۳) الوتونکو او وحشي ژوو د قاچاق مخنیوی شوی چې له دې جملې څخه یې (۴۴۲) وحشي الوتونکي او (۵۱) ډیر نایابه وحشي ژوي دي.
همدا راز د تېرکال په لړ کې د ټول افغانستان په کچه د اړوندو ادارو په همکارۍ مجموعا (۳۴،۵) میلیونه مثمر او غیر مثمر نیالګي ایښودل شوي دي چې د چاپېریال په ښکلا او ساتنه کي مثبت رول لري.
د چاپېریالي ککړتیاوو دکنټرول په برخه کې: د تېرکال په لړ کې د (۱۴۸۵۲) ودانیو، تولیدي او صنعتي فابریکو،اصنافو، روغتیایي مرکزونو، د سون توکو او د فاضلابو له سیسټمونو څخه د اصلاح په موخه نظارت شوی دی؛ د کابل د فاضلابو د دایمي حل لپاره د اړوندو وزارتونو او اداروپه همکارۍ یوه جامع طرحه اماده او دافغانستان اسلامي امارت کابینې ته وړاندې شوې ده.
د تقنین ، پلان او پالیسۍ په برخه کې: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت پر بنسټ دې ادارې د هیواد په کچه د چاپېریال ساتنې چارو د انسجام په موخه خپل تقنیني سندونه، پلانونه او تګلارې په ځانګړي ډول د افغانستان د چاپېریال قانون، د چاپېریال ساتنې ملي پالیسي او د چاپېریالیزو او ټولنیزو اغېزو د ارزوني مقرره بیا کتنې ته وړاندې کړې ده چې تراوسه پورې په دغو اسنادو کې ۸ پالیسۍ او تقنیني سندونه تر بیا کتنې وروسته بیا ارزول سوي او ۲ سندونه د توشیح لپاره د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه مقام ته استول سوي دي.
د نړیوالو چاپېریالي کنوانسینو سره د اړیکو په برخه کې: د چاپیریال ساتنې ملي اداره نړیوالو تعهداتو ته ژمنه ده، د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د 16 نړیوالو چاپیریالي کنوانسیونونو او پروتوکولونو له سکرتریت سره د اړیکو ټینګولو په موخه بشپړه همغږي رامنځته سوې او له هغوکنواسینونو سره چې افغانستان یې غړیتوب لري فعالې اړیکي تامین کړي دي.
د چاپېریال ساتنې فرهنګ د ترویج په برخه کې: عامه پوهاوی او د خلکو مشارکت د چاپېریال ساتنې په برخه کي اساسي رول لري، موږ هڅه کوو چې د چاپېريال ساتنې فرهنګ تقویه او خلک چاپېریالی ساتنې ته وهڅول شي.
دې ادارې په تېر یوه کال کې ۷۰۰ چاپېریالي اعلامیې، خبرونه او له ملي او نړیوالو رسنیو سره ۱۷۸ مرکې او ۵ مطبوعاتي کنفرانسونه ترسره کړي دي؛ په مرکز او ولايتونو کې د (١٢٣٣) پروګرامونو په ترسره کولوسره په مستقیمه توګه (٢٣٥٤٠٠) تنو ته او په غیر مستقیم ډول ملیونونو هیوادوالو ته د چاپيريال د ساتنې او اهمیت په اړه عامه پوهاوى ورکړی دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن له هغو رسنیو مننه وکړه چې چاپېریالي پیغامونه او معلومات یې خپاره کړي او له دې ادارې سره یې همکاري کړې ده، نوموړي له رسنیو او هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د چاپېریال په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي معین ډاکټر زین العابدین عابد د دې ادارې عمده پلانونه بیان کړل او زیاته یې کړه: د چاپېریال ساتنې ملي اداره له خپل وظیفوي او ملي مسوولیت سره سم د هیواد د ټولو وګړو لپاره د سالم چاپېریال برابرولو ته ژمنه ده.
نوموړي وویل: دیوه سالم چاپېریال رامنځته کول او د تغییر اقلیم او ګلخانه یي ګازونو مخنیوی هغه څه دي چې پر انسانانو، حیواناتو او نباتاتو یې مثبتې پایلې پریوځي.
ښاغلي عابد وویل په تېر کال کي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:
- په مرکز او ولایتونو کې پر عامه پوهاوي ډير تمرکز کړی او دا لړۍ اوس هم روان ده.
- په افغانستان کې د ښکار مخه نیول شوې ده.
- د ځنګلونو ساتنه او نظارت دی چې په دوامداره توګه یې د اړوندو ادارو او خلکو لخوا ساتنه کیږي.
- په مرکز او ولایتونو کې د هواککړتیا سرچینو مخه نیول شوې ده.
- د چاپېریال ساتنې ملي اداره له نړۍوالو کنوانسیونونو غړیتوب لري او د اصولو پلي کیدو ته یې ژمنه ده. داچې افغانستان په اقلیمي بدلون کې ډیره کمه ونډه لري؛ نو نړۍوال باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په افغانستان کي د تېر اشغال په وخت کې کلسټر بمونه وکارول شول او حتی د بمونو مور هم دلته استفاده شوې چې د ډیرو انساني ناخوالو یې زموږ چاپېریال سخت زیانمن کړی او باید افغانستان ته د دې زیانونو غرامت ورکول سي؛ ځکه اقلیمي بدلون یواځې د افغانستان پورې نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ دی.
ښاغلي عابد پر ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه هغه پروژې چې د سیاسي ملحوظاتو له وجې د تعلیق په حالت کې دي؛ بیا پیل کړي؛ ځکه د دې پروژو ګټه عام ولس ته رسیږي او چاپېریالي موضوعات باید سیاسي نه شي.
ملت ته د حساب ورکولو پروګرام خبري کنفرانس په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو له خوا د خبریالانو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول.