• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د کابل ښار د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په تړاو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه له کابل والي سره ناسته وکړه

slider-image

 

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي او مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د زمري په ۴مه نېټه د کابل له والي محمد یعقوب حیدري سره  د ولایت په مقام کې وکتل.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه د ژمي په موسم کې په کابل ښار کې د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي په پار له کابل والي سره د دې ادارې پلان شریک کړ او دواړو خواوو په ژمي کې د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي لپاره د ګډو تدابیرو او همغږۍ په پراخېدو هر اړخیز بحث وکړ.
ښاغلي میوندي د کابل ښار د هوا ککړتیا لاملونو ته اشاره وکړه او د ریګرېشنونو د فعالیت، ښاري ټرانسپورټ، د تخنیکي ازموینې د مرکزونو جوړېدو، د ښارګوټو، لوړپوړیزو ودانیو او تصدیو په سونګ سیسټم کې له ډبرو سکرو څخه استفادې، په دوامداره توګه د تصديو د فعالیتونو څارنه او په ښارونو کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د راکمولو  د حل لارو چارو په هکله معلومات وړاندې کړل.
همدا راز ښاغلي صدیقي د هوا ککړتیا د لاملونو په تخنیکي اړخ رڼا واچوله، د خلکو په روغتیا باندې یې د منفي اغېزو او د ژمي تر رارسیدو دمخه د دې ادارې له خوا د تدابیرو نیولو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د کابل والي ښاغلي حیدري د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له طرحې ملاتړ وکړ او ویې ویل: موږ هم د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په تړاو پر یوه طرحه کار کوو، کله چې بشپړه شوه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره به یې شریکه کړو.
د کابل والي چې د کورونا ویروس د مخنیوي د بېړنۍ کمیټې مشري هم کوي، ژمنه وکړه چې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې پلان به له نومړې کمېټې سره شریکوي.
دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د ګډو پلانونو د پلي کېدو په موخه به له یو بل سره همکاري کوي.

Jul 28, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021