• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ

slider-image

١٤٤٧ کال د ذوالحجې ١/ باکو، آذربایجان

د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ د آذربایجان هېواد پلازمېنې باکو ښار ته د سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو ادارې (UN-Habitat) له لوري جوړ شوي په نړیوال ښاري فورم (WUF13) کې ګډون وکړ.

یاد نړیوال فورم چې د نړۍ له سترو نړیوالو غونډو څخه شمېرل کېږي، سږکال د “Housing the World: Safe and Resilient Cities and Communities” تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۶م کال د مې له ۱۷مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د آذربایجان په کوربتوب د باکو په المپیک لوبغالي کې ترسره کېږي.

دغه فورم د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو ادارې (UN-Habitat) او د آذربایجان دولت له لوري په ګډه تنظیم شوی، چې پکې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ولسمشران، وزیران، د ښار جوړونې او چاپېریالي برخو متخصصین، نړیوال مالي بنسټونه، مرستندویه ادارې او د ښاري پراختیا اړوند زرګونه استازي ګډون لري.

د یاد فورم رسمي پرانیستنه د آذربایجان جمهور رئیس الهام علی‌اف له لوري ترسره شوه. نوموړي په خپله وینا کې د دوامدارو او خوندي ښارونو پر جوړولو، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډې مبارزې، د ښاري خدماتو پر پیاوړتیا او د نړیوالو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ.

هغه وویل چې د WUF13 کوربتوب د نړیوالو ښاري او چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې د آذربایجان د فعال رول او نړیوال باور څرګندونه کوي.

د آذربایجان د ولسمشر تر وینا وروسته د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د انلاین وینا له لارې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د اقلیمي بدلون، بې‌نظمې ښاري پراختیا او چاپېریالي ستونزو پر وړاندې ګډ او عملي اقدامات وکړي. نوموړي د ښارونو دوامداره وده د بشر د راتلونکې لپاره مهمه وبلله او د نړیوالو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

همداراز د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رئیسې انالینا بایربوک او د UN-Habitat عمومي مشر هم د انلاین ویناوو له لارې د ښاري پراختیا، چاپېریال ساتنې، د اقلیم بدلون پر وړاندې د مقاومت لرونکو ښارونو جوړولو او د بشري مېشت ځایونو د وضعیت د ښه والي په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

په دې نړیوال فورم کې د ګڼو هېوادونو لوړپوړو چارواکو، وزیرانو، ښاروالانو او د نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی، چې د نړۍ د ښارونو د راتلونکې، اقلیمي بدلون، خوندي استوګنځایونو، زرغونو ښارونو، عصري ښاري سیستمونو او د بشري مېشت ځایونو د وضعیت د ښه والي په اړه مهم بحثونه او نظریات شریکوي.

په دې فورم کې د نړۍ له ۱۸۰ څخه د ډېرو هېوادونو څه باندې ۳۲ زره ګډونوالو نوم‌لیکنه کړې، چې دا د نړیوال ښاري فورم (WUF) د تاریخ له سترو او مهمو نړیوالو غونډو څخه بلل کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې پلاوی به د فورم په بېلابېلو تخنیکي او تخصصي غونډو کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو ستونزو، وچکالۍ، د هوا ککړتیا، د ښاري چاپېریال ننګونو او د دوامدارو ښارونو د رامنځته کولو د اړتیاوو په اړه د افغانستان لیدلوری او اړتیاوې له نړیوالو استازو او ادارو سره شریکې کړي.

همداراز د دې فورم په څنډه کې به د نړیوالو سازمانونو، مرستندویه بنسټونو او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د اړیکو پراختیا، د تجربو شریکولو او د چاپېریال ساتنې، ښاري پراختیا او اقلیمي بدلون اړوند د ګډو همکاریو د جلبولو په موخه یو شمېر لیدنې او بحثونه هم ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې نړیوال ښاري فورم (WUF) په ۲۰۰۱م کال کې د ملګرو ملتونو له لوري رامنځته شوی او دا مهال د ښاري پراختیا، چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون، د ښارونو مدیریت او دوامدارې ښاري ودې په برخه کې د نړۍ تر ټولو مهم نړیوال پلیټفارم ګڼل کېږي، چې د هېوادونو ترمنځ د تجربو تبادلې، نړیوالو همکاریو او ګډو حللارو موندلو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

May 19, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021