
۱۴۴۷ کال د ذوالحجې ۴نېټه/کابل-ننګرهار-غزنی-خوست
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ شنو ساحو، ځنګلونو او اوبو
د ساتنې په موخه د کابل، ننګرهار، غزني او خوست ولایتونو د چاپېریال ساتنې ریاستونو
نظارتي ټیمونو له لوري مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي.
د کابل او غزني ولایتونو د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم او مدیریت په پار د ۱۴بېلابیلو اصنافو (روغتونونو،
کلینیکونو، لابراتوارونو، هوټلونو، نانوایانو او قصابیو) د فعالیتونو د څرنګوالي څارنه
او ارزونه وشوه.
د یادو صنفونو ټولو مسؤلینو ته اړینې چاپېریالي سپارښتنې
وشوې چې پکې د طبي زبالو او کثافاتو مدیریت، لوګي د تصفیې فلټر فعال ساتل، د شنو
ساحو رامنځته کول، د فاضلابو لپاره د سپټیک څاه سیستم جوړول، د اوبو په مصرف کې
سپما ، او د چاپېریالي جوازونو اخیستل او تمدید شامل وو.
د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د فعالیتونو د
ارزونې ټیم له لوري د جلالاباد ښار شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیليو کې د معدني
اوبو تولیدي فابریکې څخه د چاپېریالي وضعیت د ارزونې په موخه لیدنه ترسره شوه.
له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې
پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې
Copyright © NEPA, 2019 - 2021