• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي په پار تخنیکي بحث ترسره شو

slider-image

 

د وږي ۲۰مه/ کابل
د کنفرانس دویمه برخه:
د پاکې هوا نړۍ‌والې ورځې لمانځلو مطبوعاتي کنفرانس په تعقیب، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صديقي، مېرمن فوزیې کوفي، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سلاکارې انجنیر ناجیې خروټې او د دې ادارې د حقوقي چارو سلاکار نعمت الله سلطاني د کنفرانس په دویمه برخه د چاپېریالي موضوعاتو او په ځانکړې توګه د هوا ککړتیا په تړاو هېوادوالو ته معلومات ورکړل.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د کابل ښار د هوا د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: زموږ د سیسټم د معلوماتو له مخې د قرنتین په ورځو کې د کابل ښار هوا د ستنډرډ له حالت څخه هم ډېره پاکه وه یعنې کاملا هوا پاکه وه مګر له قرنتین وروسته په تدریجي ډول هوا ککړه شوه.
ښاغلي صديقي وویل: موږ د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي لپاره جدي پلانونه او تدابیر لرو؛ خو په پلي کېدو کې یې د اړوندو ادارو همکاري خورا اړینه ده. ده خبرداری ورکړ که د هوا ککړتیا د تېر ژمي په څېر زیاته او د کورونا ویروس له دویم پړاو سره یوځای شي؛ نو وضعیت به ډیر خراب شي، له همدې امله اړینه ده چې اړوندې ادارې، خصوصي سکټور، رسنۍ، علمای کرام، د مدني ټولنې غړي او ټول هېوادوال د هوا له ککړتیا سره جدي مبارزه وکړي.
آغلې فوزیې کوفي په چاپیریال ساتنه کې د هر شخص پر مسؤلیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د پاکې هوا درلودو لپاره باید موږ ټول له چاپېریال سره مناسب چلند وکړو او له تخریب څخه یې ډډه وکړو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سلاکارې انجنیر ناجيې خروټې هم د چاپیریال ساتنې په برخه کې د دغه وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل د هوا ککړتیا د را کمولو او مخنیوي لپاره د شنو ساحو پراختیا او د نیالګیو کېښودل، ساتنه او پالنه اړینه ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې حقوقي سلاکار نعمت الله سلطاني د دې ادارې د تقنیني سندونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د جزا په کوډ کې د چاپیریالي جرمونو شاملول، په چاپیریال قانون کې د اقلیمي بدلون موضوع اوډل د پلاستیکونو او ربړونو پر سوځېدو بندیز لګول هغه اړین تعدیلات دي چې د هوا ککړتیا د را کمولو او مخنیوي په موخه په تقنیني سندونو کې شامل شوي دي. ده وویل: موږ د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په پار له امنیتې، عدلي او قضایي ارګانونو سره همغږي کړې چې په لومړي پړاو کې به د اصنافو، ښارګوټو، لوړپوړیزو ودانیو، د خښتو بټیو او ګچ پزیو مالکینو ته توصیه بیا اخطاریه او په وروستي پړاو کې به سرغړوونکي عدلي او قضایي ارګانونو ته ور معرفي کوو.
کنفرانس د ګډونواله د پوښتنو په ځوابولو سره پای ته ورسېده.

Sep 12, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021