• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه د کندهار د مدني ټولنې غړو او خبریالانو سره ګډه ناسته وکړه

slider-image

د وږي ۲۴مه نېټه/کندهار
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي کندهار ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د مدني ټولنو له غړو، د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره ولیدل.
د دې سفر موخه، چې پکې د یادې ادارې یو شمېر رئیسان هم ګډون لري، د کندهار ولایت د چاپېریالي وضعیت ارزول، د چاپېریالي ګواښونو په تړاو هر اړخیز بحثونه او د عامه پوهاوي لوړولو په برخه کې د مدني ټولنو او خبریالانو ونډه اخیستل دي.
د رسنیو مسولینو او د مدني ټولنو غړو دغه ولایت ته د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مشرتابه پلاوي د ورتګ له امله هرکلی وکړ او  غوښتنه یې ترې وکړه چې د کندهار ولایت چاپېریالي ستونزو ته پاملرنه وکړي لکه: د هوا ککړتیا، ناقاونه ښکار، د چاپېریالي ګواښونو راکمول او له اړوندو ادارو سره د قوي همهغږۍ په برخه کې دې لا زیات کار وشي.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د خپل سفر موخه له دولتي مسوولینو، خلکو او ځوانانو سره د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه خبرې اترې کول وبلل او زیاته یې کړه: له هوا ککړتیا سره مبارزه، له اقلیمي بدلون سره سازښت او د چاپېریالي ګواښونو راکمول د دې ادارې کاري لومړیتوبونو وګڼل او ویې ویل چې د یادو ستونزو د حل لپاره به جدي پاملرنه کوي.
ښاغلي میوندي د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس ته دنده وسپارله؛ تر څو د همغږۍ د پراختیا په برخه کې له خبریالانو او مدني ټولنې سره دوامداره اړیکې وساتي.
د ناستې په اوږدو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس له خوا د خبریالانو او مدني ټولنو غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او د خلکو او مدني ټولنو پر ګډه همکارۍ یې ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې ښاغلي میوندي او ورسره پلاوي یې د کندهار ولایت له موزیم او نندارتون څخه لیدنه وکړه.

 

Sep 16, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021