• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ننګرهار کې د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په لړ کې ۱۰۰۰ نیالګي کابل کې کېنول شول
په ولایاتو کې د فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
لغمان کې د طبي کثافاتو د راټولولو شرکت پرانېست غونډه وشوه
کابل کې د سپین کجیر په نوم وحشي مرغه د ښکاریانو له منګولو وژغورل شو
کابل کې د وحشي ژویو او مرغانو د پېر او پلور له هټیو څارنه وشوه
د طبي کثافاتو د خوندي انتقال او له منځه وړلو لپاره د روغتیايي مرکزونو د ثبت بهیر پیل شو
ننګرهار او کونړ کې د نفرايټ او عادي ډبرو د استخراج کانونو ارزونه وشوه
د پکتیکا په برمل کې یوه غرنۍ پیشو د ښکاریانو له منګولو وژغورل شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د انرژۍ د کمښت، اقلیمي بدلون او هواککړتیا سره د مبارزې ملي کنفرانس جوړ شو

slider-image

د لړم ۲۸مه نېټه  کابل
دچاپېریال ساتنې ملي ادارې د جرس موسسې او د اروپایي اتحاديې په همکارۍ د دې ادارې د کول حشمت د غونډو په تالار کې د انرژۍ د کمښت، اقلیمي بدلون او هواککړتیا سره د مبارزې په تړاو یو ورځنی ملي کنفرانس جوړ کړ چې پکې د پوهنتون استادانو، محصلینو، کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ساتنې رئیس او اړوندو ادارو استازو ګډون کړی وو.
د کنفرانس په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د کابل ښار د هوا ککړتیا په هکله خپله اندېښنه وښوده او ویې ویل: په نړۍ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې د پام وړ کارونه شوي؛ خو په افغانستان کې تر اوسه پورې له اقلیمي بدلون او هوا ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې د اړوندو ادارو تر منځ سمه همغږي نه ده شوې.
ښاغلي صدیقي د کابل ښار د هوا ککړتیا لاملونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: برېښنا شرکت باید له هوا ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې لازم اجراآت وکړي، ده له برېښنا شرکت وغوښتل چې په ژمي باید هېوادوالو ته دوامداره برېښنا ورکړي.
ورپسې د جرس موسسې رئیس انجنیر محمد ریاض رامین د (خانه‌ سبز کابل) پروژې د تطبیق، په ودانیو او کورونو کې د لمریزې انرژۍ د اغېزمنتیا په هکله وینا وکړه او ویې ویل: د هوا ککړتیا د راکمولو او اقلیمي بدلون سره د سازښت په موخه تمه ده چې پنځوس زره کورنۍ د (خانه‌ی سبز) له پروژې څخه برخمنې شي چې په هغه کې د لمر له برېښنا څخه د کورونو ګرمېدل، د حرارتي پوښونو او د لمریزو برېښنایي نغریو ویشل او بایو ګاز سیسټم ده چې په جوړیدو سره به یې په سونګ توکو او هوا ککړتیا په راکمولو کې ۵۰ سلنه کموالی راشي.
 د کنفرانس په لړ کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ساتنې رئیس، حسن غلامی د هوا د ککړوونکو سرچینو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د هواککړتیا د راکمولو په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ ګډ ټیمونه د کابل امنیه قومندانۍ په همکارۍ هره ورځ له مختلفو اصنافو  او ککړوونکو سرچینو څخه نظارت کوي.
 د کنفرانس په پای کې د کارپوهانو او متخصصینو له خوا ګډونوالو ته د اقلیمي بدلون، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لاسته راوړنو، له هوا ککړتیا سره د مبارزې او د نوې کېدونکو انرژیو په هکله معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول.

Nov 21, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021