• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیم زرغون صندوق ته د افغانستان ملي برنامې جوړولو په تړاو د اړوندو وزارتونو ښځینه استازو ته درې ورځنی رونیز ورکشاپ جوړ شو

slider-image

د سلواغې ۶مه نېټه  کابل
د  چاپېريال ساتنې ملي ادارې لخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان  FAO په تخنيکي همکارۍ او د ( GCF) په مالي ملاتړ، د اقلیم زرغون صندوق (GCF) ته د افغانستان ملي برنامې جوړولو او په هغه کې د مېرمنو د فعال ګډون په تړاو د دې ادارې د بندامیر د غونډو په تالار کې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو چې پکې د اړوندو ادارو ۵۰ تنو ښځینه استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجینر عزت الله صدیقي د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل: اوسمهال  اقلیمي بدلون یو نړۍ‌وال ګواښ دی چې ټول هېوادونه ورسره لاس او ګریوان دي، افغانستان هم د مخ پر ودې هېوادونو په کتار کې دی چې له بده مرغه د ډېرو طبیعي ګواښونو سربېره د څو لسیزو جګړې له امله خورا زیانمن شوی،  ځنګلونه او  وحشي ژوي چې زموږ د هېواد طبیعي پانګه ده له جدي ګواښ سره مخ دي.

ښاغلي صدیقي وویل: له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د ښځو ښکېلتیا او ګډون خورا مهم دی، د اقلیم زرغون صندوق چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې د نړۍ‌والو مالي میکانیزمونو تر ټول ستر فنډ دی، په همدې برخه کې د مخ پر ودې هېوادونو  مالي ملاتړ کوي. ده وویل: موږ ته اړینه ده چې له اقلیمي بدلون سره سازښت وکړو او د همدې صندوق د اصولو مطابق باید ۵۰ سلنه مېرمنې د طرحو په جوړولو کې ښکېلې شي؛ ترڅو افغانستان په دې وتوانیږي چې له (GCF) څخه ډیرې پروژې ترلاسه کړي.

د ورکشاپ په لړ کې د دې ادارې کارپوهانو لخوا د اقلیم زرغون صندوق د پېژندنې، اساساتو، اصولو او شته فرصتونو په هکله هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول او ګډونوالو ته یې د پروژو د تخنیکي چارو په هکله هم معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې یاد ورکشاپ به درې ورځې دوام ولري او د معلوماتي پرزنټېشنونو سربېره به ګدونوالې د ګروپي کارونو په ترسره کولو سره (GCF) ته په وړاندې کوونکو طرحو کې د ښځو د ګډون او ښکېلتیا په هکله ځانګړې پالیسي جوړه او خپل نظرونه، تجربې او وړاندیزونه به د طرحو د لابډاینې په موخه له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شریک کړي.

Jan 26, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021