• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ژوند بڼو ملي سټراتېژۍ او عملي پلان د بیا کتنې او همدا راز په افغانستان کې د وحشي ژوو د ښکار او سوداګرۍ د ارزونې په پار دوه ورځنی مشورتي ورکشاپ ترسره شو

slider-image

د سلواغې۷مه نېټه کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ د ژوند بڼو ملي سټراتېژۍ او عملي پلان د بیا کتنې او همدا راز په افغانستان کې د وحشي ژوو د ښکار او سوداګرۍ د ارزونې په موخه دوه ورځنی مشورتي ورکشاپ ترسره شو.
دغه مشورتي ورکشاپ چې پرون د سلواغې په ۶مه نېټه پیل شوی و، نن پای ته ورسید. په یاد ورکشاپ کې د سلا او مشورې په موخه د پوهنتون استادانو، متخصصینو، د اړوندو ادارو استازو، د وردګو، پروان، کاپيسا او پنجشیر ولایتونو د چاپېریال ساتنې رئیسانو او مسلکي مدیرانو ګډون کړی وو. 
په پیل کې د دې ادارې مسلکي معین د افغانستان د ژوند بڼو او وحشي ژوو د ارزښت، ساتنې او د اړوندو ادارو د مسوولیتونو په هکله هر اړخیزه وینا وکړه. ده وویل: افغانستان د سرشاره طبیعي سرچینو په درلودلو سره غني هېواد دی؛ خو له بده مرغه د ډیرو طبیعي لاملونو سربېره د څو لسیزو جګړې له امله زموږ ژوند بڼو ته خورا زیان ور اووښتی دی.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه: د ژوند بڼو موضوع له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده او د انسانانو له ژوندانه سره په فوق العاده توګه تړاو لري چې اوسمهال د جګړې سربېره، د نفوسو ډیرښت، ناپلانه پراختیا، د ټکنالوژۍ پرمختګ، ښاري پراختیا او اقلیمي بدلون هغه لاملونه دي چې ژوند بڼې یې له ګواښ سره مخ کړې دي؛ نو د دې لپاره چې ژوند بڼې وساتل شي اړینه ده چې په سټراتېژۍ یې بیاکتنه وشي. نوموړي وویل: دا سند د افغانستان لپاره ډیر با اهمیته دی، د ژوند بڼو ستراتېژي چې په ۲۰۱۴ کال کې جوړه شوې وه، اړینه ده چې نوې تجربې او د محلي متخصصینو نظرونه پکې و اوډل شي.
ورپسې د افغانستان د وحشي ژوو (WCS) موسسې رئیس ګرې شې، افغانستان د طبیعي میراثونه له اړخه غني هېواد وباله او ټینګار یې وکړ چې وحشي ژوي او ژوند بڼې یې باید وساتل شي، ده وویل: له بده مرغه په تېرو لسیزو کې د افغانستان ژوند بڼې د ښکار او ناقانونه سوداګرۍ له امله خورا اغېزمنې شوې او د دې لپاره اړینه ده چې ټولې ادارې په ګډه مبارزه وکړي.
د ورکشاپ په لړ کې د کارپوهانو او متخصصینو لخوا د ژوند بڼو د اررښت په هکله معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول او ورکشاپ د ګروپې کار، نظرونو ورکولو او تقدير پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسېده.

Jan 27, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021