• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

له هوا ککړتیا سره د مبارزې په پار یو ورځنی سمپوزیم جوړ شو

slider-image

دکب ۲مه نېټه  کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د (نهاد راه سبز) په همغږۍ نن شنبه د کب په ۲مه نېټه د دې ادارې د کول حشمت خان د غونډو په تالار کې له هواککړتیا سره د مبارزې په پار یو ورځنی سمپوزیم جوړ کړی و چې پکې د دې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي، کرنې وزارت، کابل ښاروالۍ مدني ټولنو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
 په پیل کې د دې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د کابل ښار د هوا ککړتیا د زیاتوالي، لاملونو او د دې ادارې د پلانونو په تړاو یې هر اړخیزه وینا وکړه، ده وویل: افغانستان جنګ ځپلی هېواد و کله چې نوی حکومت رامنځته شو حکومت او خلک د بیارغونې چارو ته خورا لېواله وو په تېرو ۱۵کلونو کې ښارونو په غیر پلاني توګه وده وکړه او په ودانیزو چارو کې چاپېریالي اصولو ته هېڅ پاملرنه ونشوه چې دا دی اوس موږ له ډیرو ستونزو او ګواښونو سره مخ یو او د کابل او نورو لویو ښارونو هوا ډیره ککړه شوې ده.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه: دې ادارې د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان جوړ کړی چې په هغه کې د هوا ککړتیا ۵۰ لاملونه په ګوته شوي او د جمهوري ریاست لخوا ۲۲ وزارتونه توظیف شوي؛ ترڅو دغه پلان پلی کړي. ده وویل: موږ هڅه کوو چې له مدني ټولنو، علمای کرامو، رسنیو او اکاډمیکو بنسټونو سره همغږي شو او دوی و هڅوو  چې د عامه پوهاوي په برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره همکار شي.
ورپسې د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس، کاظم همایون د هواککړتیا د راکمولو په تړاو د ترسره شوو کړنو، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ساتنې رئیس حسن غلامي د کابل ښاروالۍ د تدابیري پلانونو په هکله، د کرنې وزارت د ځنګلونو رئیس محمد امان امانیار د کابل د شنه کمربند په هکله ویناوې وکړې، ښاغلي امانیار وویل: د کرنې وزارت تر اوسه پورې ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه د شنه کمربند په توګه زرغونه کړې او نیالګي یې پکې کېنولي دي.
د سمپوزیم په لړ کې ګډونوالو د نوې کېدونکې انرژۍ د وسایلو په هکله له جوړ شوي نندارتون څخه لیدنه وکړه، ازاد بحث ترسره شو، د اکسیجن ګروپ لخوا له هوا ککړتیا سره د مبارزې په هکله تمثیلي ټوټه وړاندې شوه  او سمپوزیم د نوې کېدونکې انرژۍ په اړه د معلوماتي پرزنټېشن په وړاندې کولو سره پای ته ورسیده.
د یادولو ده چې دغه سمپوزیم د (نهاد راه سبز) په همکارۍ او د کوچنیو چاپېریالي اسانتیاوو پروګرام (SGP) او (GEF) په مالي ملاتړ جوړ شوی و.

Feb 21, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021