• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې د سند بیا ځلي کتنې په تړاو مشورتي کنفرانس ترسره شو

slider-image

د کب ۷مه نېټه - کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د ۱۳۹۹ کال دکب په ۷مه نېټه په پارک سټار هوټل کې په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې د سند د بیا ځلي کتنې په پار یو ورځني مشورتي کنفرانس ترسره شو چې پکې د اړوندو دولتي ادارو او نړۍوالو موسسو کابو ۵۰ تنو استازو ګډون کړی وو.

د ناستې په پیل کې د چاپېریال ساتنی ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه: اقلیمي_بدلون په نړۍواله کچه لوی ګواښ ګرځېدلی چې سږني نه اورښتونه یې ژوندۍ بېلګه کېدلی شي او دې ترڅنګ نه یوازې دا چې اقليمي بدلون د ورښتونو په برخه کې لوی ګواښ ګرځېدلی؛ بلکي زموږ په اقتصادي، ورځني، ټولنیز او د ژوند په ټولو برخو منفي اغېزې واردولی شي. د دې تر څنګ دغه بدلونونه نه یوازې دا چې په انساني ژوند منفي اغېزې واردوي، بلکي د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم همدې ته ورته اغېزې ښندلی شي. همدا راز ښاغلي صدیقي د اقلیمي بدلون د نړۍوال ګواښ په اړه د نړۍ او هېوادونو په کچه د شویو کارونو او د افغانستان د ملي ټاکل شوې ونډې په اړه بشپړې خبرې وکړې او دغه مشورتي کنفرانس یې د افغانستان لپاره مهم او له لاسته راوړنو ډګ ګام وباله، ده له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي؛ تر څو د دې سند په بیا ځلي کتنه کې ځای پر ځای او د دې لوی ګواښ د حل په برخه کې اغېزمن تمام شي.
ورپسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) مرستیال ادریس ملیار په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې د سند د بیا ځلي کتنې پروسه مهمه او اړینه وبلله، زیاته یې کړه: افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې دی، چې د اقلیمي بدلون له لوی ګواښ سره لاس او ګرېوان دي، ده وویل چې د دې ستونزو د حل لپاره (UNDP) له افغان دولت سره په هره برخه کې همکاري کوي؛ ترڅو د اقلیمي بدلون په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
ده همدا راز د دغه سند د بیاځلي کتنې پروسې په برخه کې دقت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې دې د موجوده ستونزو په نظر کې نیولو سره هر اړخیز کار وشي او په سند کې دې ځای پر ځای شي؛ تر څو د دې سند په واسطه شته ستونزې کمې او د حل وړ وګرځي.
د کنفرانس په وروستۍ برخه کې په همدې تړاو معلوماتي پرېزېنټېشنونه وړاندې شول، ګروپي کار تر سره شو او د ګډوانوالو پوښتنو او وړاندیزونو ته ځوابونه ورکړل شول.

 

Feb 27, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021