• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د گلخانه‌یي ګازونو لومړنی ملي راپور خپور شو

slider-image

۱۴۰۰‌کال د وري۲۲مه  کابل
د  چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا نن د وري په ۲۲مه نېټه د دې ادارې د کول حشمت خان د غونډو په تالار کې د افغانستان د ګلخانه‌یي ګازونو د موجودۍ د ملي نوملړ د راپور مخکتنه او د ملګرو ملتونو د  اقلیمي بدلون کنوانسیون ته د افغانستان دویم ملي راپور د چمتو کولو پروژې د اختتامیې غونډه ترسره شوه  چې پکې د اړوندو ادارو او نړۍ‌والو موسسو  استازو، کابل پوهنتون استادانو، د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست او مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د ګډونوالو هرکلی وکړ او د ګلخانه‌یې ګازونو، په اقلیمي بدلون کې د افغانستان د ونډې او د هېواد پر چاپېریالي وضعیت هر اړخیزه وینا وکړه، ده وویل: افغانستان د اقلیمي بدلون نړۍ‌وال کنوانسیون ته ژمن دی چې هر دوه کاله وروسته خپل ملي راپور چمتو او نوموړي کنوانسیون ته یې و استوي؛ همدا راز د ګلخانه ګازونو په هکله باید هم راپور چمتو کړي چې له نېکه مرغه دغه راپور چې نن یې د مخکتنې په غونډه کې راټول شوي یو د افغان متخصصینو لخوا بشپړ شوی، په ټولو نړۍ‌والو معیارونو برابر او د اقلیمي بدلون نړۍ‌وال کنوانیسون لخوا تقدیر شوی هم دی.
ښاغلي صدیقي وویل: که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون او ګلخانه‌یې ګازونو په تولید کې ونډه نه لري؛ خو له ګواښونو یې زیات اغېزمن کیږي؛ نو موږ ته اړینه ده چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې ډیر کار وکړو چې د هېوادوالو عامه پوهاوی یې په لومړیتوبونو کې دی.
په دغه راپور کې له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۷ زیږدیز کلونو وضعیت او ارقام څېړل شوي او په چاپېریالي برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کیږي چې پر اساس به یې د ډېرو چاپېریالي برخو سربېره داقلیم زرغون صندوق څخه د مرستو په راجلبولو کې پوره مرسته وکړي.
ورپسې د دې ادارې د اقلیمي بدلون رئیس انجنیر روح الله امین او منیب نوري د نوموړو راپورونو د جوړیدو د څرنګوالي په تړاو معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې کړل.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو عمومي رئیس محمد رفیع قاضي زاده د ګلخانه‌یي ګازونو راپور اغېزمن وباله او ژمنه یې وکړه چې خپلې ټولې پالیسۍ او ستراتېژۍ به د هېواد د وضعیت او اقلیمي بدلون په پام کې نیولو سره چمتو کوي.
د لوړو زده کړو وزارت د نړۍ‌والو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس پوهندوی دوکتور نور احمد اخندزاده هم وینا وکړه او دا راپور یې د اکاډمیک پلوه ارزښتمن وباله.
د برېښنا شرکت، د احصایې ملي ادارې، د اوبو د تنظیم ملي ادارې او د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام استازو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او دغه راپورونه یې د هېواد لپاره خورا با اهمیته وبلل.
د غونډې په لړ کې د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې استاد پوهاند محمد نعیم اقرار د خپل نوي چاپ شوي کتاب چې د افغانستان د اوبو د سیاست په اړه دی، ګډونوالو ته معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ.
د غونډې په لړ کې د مسوولینو لخوا د افغانستان د ګلخانه‌یې ګازونو، د اقلیمي بدلون دویم ملي راپور او د افغانستان د اوبو سرچینې او سیاست کتاب مخکتنه وشوه او کاري ټیم ته تقدیر پاڼې ورکړل شوې.
په پای کې ښاغلي صدیقي د اړوندو ادارو له استازو غوښته وکړه چې هر وزارت باید د نومړو راپورونو پر بنسټ خپل مسوولیت ادا او له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره همکاري وکړي.

Apr 12, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021