• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریالي چارو د همغږۍ کمېټې غونډه وکړه

slider-image

د وري۲۶مه کابل
د  چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا پرون د وري په ۲۶مه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې د چاپېریالي چارو د همغږۍ کمېټې لومړنۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د اړوندو ادارو کابو ۵۰تنو رئیسانو او استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د دې ادارې د پالیسۍ، پلان او نظارت معین ډاکټر احمد حسیب پایاب ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د کابل ښار د چاپېریالي ستونزو په اړه یې وینا وکړه. ده وویل: اوسمهال کابل ښار له ډېرو چاپېریالي ستونزو لکه د هواککړتیا، ناپلانه ښاري ودې سربېره له درې سترو ګواښونو (د کانالیزاسیون نه شتون، د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا او د نفوسو ډېرښت) سره مخ دی.
ښاغلي پایاب وویل: موږ د اوسني او راتلونکي نسل پر وړاندې مسوول یو چې چاپېریالي ستونزې حل کړو او په خپلو پالیسیو کې ځای ورکړو. ده زیاته کړه: دا اداره اوسمهال په بېلابېلو څېړنیزو موضوعاتو کار کوي، ترڅو چاپېریالي ستونزې په ګوته شي او حل لارې چارې ورته ولټول شي او یاده اداره پر اقتصادي، سیاسي او حکومتي چاپېریال باندې ټینګار کوي. نوموړي هیله مندي وښووده چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره په دې هڅه کې ده چې د هېواد د چاپېریالي وضعیت د ښه والي او له  اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به له نړۍ‌والو مالي میکانیزمونو څخه هم ډېرې مرستې را جلب کړي.
ورپسې د دوامداره پراختیایي چارو د ارزونې رئیس انجنیر نقیب الله صدیقي د کابل ښار د کانالیزاسیون د نه شتون او له فاضلابو څخه د را پیدا شوو ستونزو په هکله هر اړخیزه وینا وکړه.
د غونډې په لړ کې د اقلیمي بدلون رئیس روح الله امین د افغانستان د اقلیمي بدلون په هکله وینا وکړه او د طبیعي میراثونو رئیس جلال الدین ناصري د هوا ککړتیا د راکمولو د څرنګوالي په اړه خپل معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ.
د اړوندو ادارو استازو خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د غونډې په پای کې لاندې پرېکړې وشوې:
۱- د اړوندو ادارو تر منځ باید همغږي او همکاري لا پیاوړې شي.
۲- د فاضلابو د ستونزو د حل لپاره باید متمرکزې او غیر متمرکزې تصفیه خانې جوړې شي.
۳- د فاضلابو ټانکرونو د خالي کېدو لپاره باید په لنډ مهال ډول تصفیه خانې جوړې شي؛ ترڅو فاضلاب پکې خالي شي.
۴- د مخابراتو وزارت او شاوخوا ادارو د فاضلابو د تصفیه خانې جوړولو لپاره چې کوم ځای په پام کې نیول شوی، د یوه پلاوي لخوا دې نظارت او ژر تر ژره دې دا ستونزه حل شي.
۵- د چاپېریالي چارو د همغږۍ کمېټه باید د چاپېریالي اقتصاد، چاپېریالي سیاست او چاپېریالي چارو مدیریت په برخه کې داسې کار وکړي چې مشخصې او ګټورې پایلې ولري.

Apr 17, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021