• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې (NDC) سند د بیاکتنې په تړاو مشورتي ورکشاپ ترسره شو

slider-image

د غبرګولي ۱۳مه- کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د آغاخان د مسکن جوړولو مؤسسې په تخنيکي او مالي همکارۍ په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې (NDC) سند د بیاکتنې په موخه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې ۴ورځنی مشورتي ورکشاپ جوړ شوی و چې نن (د غبرګولي په ۱۳مه) پای ته ورسېده. په دغه مشورتي ورکشاپ کې د اړوندو دولتي ادارو او نړیوالو موسسو کابو ۵۰ تنو استازو ګډون کړی وو.
د ورکشاپ په پیل کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون رئیس روح الله امین د (NDC) سند د اهمیت په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه: موږ د دې سند د بیاکتنې په ورستي پړاو کې یو چې له نېکه مرغه په دې برخه کې اقدامات ترسره شوي دي او یاد سند به د مشورو او په ملي کچه د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د پاریس تړون په اساس چمتو شي.
ښاغلي امین وویل: د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون غړو هېوادونو د راپور په اساس اوسمهال په اوسط ډول د نړۍ تودوخه دوو درجو ته پورته شوې چې دا باید 1.5 درجې ته راټېټه شي. افغانستان هم د اقلیمي بدلون نړیوال کنوانسیون غړی دی او اړ دی چې هر پنځه کاله وروسته دې کنوانسیون ته خپل راپور ورکړي.
په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند د بیاکتنې په پار د 2020 کال د ډسمبر په 3مه نېټه د مشورتي ورکشاپونو لړۍ پیل شوې وه چې تر اوسه پورې د کابل په شمول د هېواد په څلورو زونونو کې مشورتي ورکشاپونه ترسره شوي دي چې د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه او د هیواد په کچه د اقلیمي بدلون په برخه کې د ملي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره به یاد سند چمتو او د اقلیمي بدلون ملي کمېټې او د ولسمشر له تائیدۍ وروسته د اقلیمي بدلون نړیوال کنوانسیون ته و استول شي.
که ټول هېوادوال، خصوصاً قدرمن متخصصین او اکاډمیک بنسټونه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره مخلصانه همکاري وکړي او نړیوالو مالي میکانیزمونو ته کره، جامع او دقیقې طرحې چمتو او وړاندې کړي؛ نو لرې نه ده چې هر کال به یوازې د ځنګلونو د بیا رغولو، د ژوند بڼو او وحشي ژوو د ساتنې او له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې په سلګونو میلیونه ډالره مرستې ترلاسه کړي.
یاد ورکشاپ د ګډونوالو د نظرونو، وړاندیزونو او نیوکو ته د (ARUP) موسسې همکارانو لخوا چې د یاد سند د چمتو کولو او بیاکتنې تخنیکي چارې یې پر غاړه دي؛ د ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

Jun 6, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021