د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، نن د غبرګولي په ۱۸مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له درې کاله او اتو میاشتو د لاسته راوړنو ډک خدمت وروسته له معینانو، رئیسانو، سلاکارانو، آمرینو او د دې ادراې له کارکوونکو سره مخه ښه وکړه. په دغو مراسمو کې د ښاغلي میوندي د ارزښتناکو او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په ویاړ د دې ادارې ټولو ښځینه او نارینه کارکوونکو ګډون کړی وو.
د ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د ښاغلي میوندي نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې او هغه یې یو رښتینی، صادق، کارپوه او غوره مدیر وباله. ده وویل: په کاري چارو کې نوموړي هیڅکه په یوازې توګه پرېکړه نه کوله، هره پرېکړه به یې چې کوله له سلا مشورو وروسته به یې کوله او بل دا چې ټیمي او ګډ کار ته یې ډیر ارزښت ورکاوه. ښاغلي صدیقي زیاته کړه: په وروستیو څو کلونو کې د ښاغلي میوندي په مشرۍ د ادارې د پرمختګ په برخه کې تلپاتې او نه هیریدونکي کارونه وشول. نوموړي ښاغلی میوندي یو وطن پال او زړه سوانده مشر وباله او ده ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ورپسې د دې ادارې د عامه پوهاوي سلاکار سید میثم احساني په بریالیتوب او له لاسته راوړنو ډک ماموریت د بشپړیدو له امله ښاغلي میوندي ته مبارکي ورکړه او ویې ویل: څه موده چې له میوندي صیب سره همکار وم، تل به یې د قدرت او صلاحیت په ویش ټینګار کاوه او نه یې غوښتل چې هرڅه ځان ته انحصار کړي. نوموړي وویل: ښاغلي میوندي به تل قضیې او مسئلې په پوره حوصله، امانت دارۍ، منطقي او استدلالي توګه حل کولې، پر قومي او سمتي پالنو باورمند نه و او هیڅ تعصب او تبعیض یې نه درلود. ښاغلي احساني پر میوندي غږ وکړ چې په وطن کې پاتې شه، دا وطن صادقو او ستاسو په څیر کارپوه انسانانو ته اړتیا لري.
د دفتر رئیس ډاکټر نعمان حکمت د رئیسانو په استازیتوب، د جنډر آمرې نادرې رشیدي او عفیفې علیپور د ښځینه کارکوونکو په استازیتوب، د پنجشیر ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس د ولایتي رئیسانو په استازیتوب، د ښاغلي میوندي د کړنو په ویاړ، دهغه هڅې او زیار؛ غوره مدیریت، له خلکو سره نیک اخلاق، وطن پالنه او خصوصا د ښځو د پياوړتیا په برخه کې د نوموړي کړنې وستایلې.
د غونډې په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د ولسمشر له اعتماد څخه مننه وکړه چې ده ته په دې اداره کې د کارکولو فرصت ورکړی و. ده وویل: د خدای تعالی شکر ادا کوم چې له درې کاله او ۸میاشتو خدمت وروسته چې د لاسته راوړنو ډک او ټولو همکارانو د همکارۍ ګډ ویاړ دی؛ په عزت، آبرو او پاک زړه له تاسې سره مخه ښه کوم.
ښاغلي میوندي وویل: له ټولو ستونزو او ګواښونو سره سره چې موږ ورسره مخ وو، تاسو شاهد یاست چې د پام وړ لاسته راوړنې مو درلودې چې له هغې جملې څخه د اقلیم زرغون صندوق (GCF) څخه د ۱۷.۲ میلیونه ډالر مرستې ترلاسه کول، له ککړوونکو سرچینو څخه په دوامداره توګه نظارت او د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین غوره مدیریت له عمده لاسته راسته راوړنو څخه ګڼل کیږي چې د ټولو همکارانو د خوارۍ ګډ ویاړ دی.
شاه زمان میوندی وویل: اوسمهال د چاپېریال ساتنې ملي اداره د دولت په چوکاټ کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده چې له دفاعي او امنیتي سکتور څخه خورا مهم ځای لري؛ خو بدمرغه جګړه ده چې امنیتي او دفاعي برخې ته یې د حکومت پاملرنه ډیره کړې؛ کنه نو د چاپېریال ساتنې ګټه او تاوان د هېواد ټولو وګړو ته رسیږي. نوموړي د ادارې پر ټولو کارکوونکو غږ وکړ چې وطن ته د زړه له کومې کار وکړي؛ ځکه اوس له ډیرو جدي چاپېریالي ستونزو او ګواښونو سره مخ یو.
ښاغلي میوندي د دې ادارې نوي رئیس ښاغلي پښتون عاطف ته چې په دې وروستیو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی، مبارکي ورکړه او هغه ته په دې برخه کې د لا بریاوو هیله وښوده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ژمنه وکړه چې خاورې شاه زمان به همیشه په خپل وطن کې وي او دلته به ژوند کوي او ستره هیله یې همدا ده چې وطن کې سوله راشي او خپل رنځور وطن ته خدمت وکړي.
د غونډې په پای کې د دې ادارې د مشرتابه او کارکوونکو لخوا ښاغلي میوندي ته د نوموړي د سترو او ارزښتناکه خدمتونو له امله تقدیر پاڼه او تندیس ورکړل شول او د ویاړ پګړۍ يې ور په سر کړه.
د یادونې وړ ده چې د ښاغلي میوندي په درې کلنه کاري دوره کې په مختلفو برخو لکه: اقلیمي بدلون، پلان جوړونې، عامه پوهاوي، د شنو ساحو پراختیا او نیالګیو کېنول، د ملي پارکونو او ساتل شوو سیمو اعلانول، د ککړوونکو سرچینو څخه نظارت، بنسټ جوړونه او سیسټم جوړولو کې د ده له رهبرۍ څخه پخوا د تېرو ۱۵ کالو په پرتله خورا ډیر کارونه وشول او هغه اداره چې له پرمختګ څخه ډیره وروسته پاتې وه، پر پښو ودریده.