• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپیریال ساتنې ملي اداې له خوا د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین (د آزادۍ او ښېرازۍ نیالګي) په ایښودلو رسماً پیل شو

slider-image

 د کب ۲۴مه نېټه کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا نن سه شنبه د کب په ۲۴مه نېټه د کابل د قرغې په قلعه بلند تپه کې د شاندارو مراسمو په لړ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د افغانستان ا.ا د لوړپوړو چارواکو په ګډون رسماً پیل شو.
په دې پرتمینه غونډه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د افغانستان.ا.ا ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست ډاکټر زین العابدین عابد او مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي، د چارو ادارې مرستيال، د اړوندو وزارتونو معینانو، د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې عمومي رئیس، نظرمحمد مطمئن، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر د پاکستان سفیر، د آغاخان بنسټ ځانګړي استازي علي اکبر پسناني، د پوهنتون استادانو، ورزش کارانو، محصلینو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.
غونډه د قران عظیم الشان د سپېڅلو آیتونو په تلاوت پیل شوه او د دې ادارې سرپرست ډاکټر زین العابدین عابد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، زیاته یې کړه: د ۴۳ کلنې جګړې وروسته اوس الحمدالله په ټول افغانستان کې جګړه ختمه سوې او د سولې، خوښۍ او ارامۍ فضا خوره ده. اوس چې سوکاله هېواد لرو؛ نو د وطن د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره ښه فرصت دی، هغه افغانان چې له هېواده بهر او که په هېواد کې دي، ټول د دې وطن بچیان دي او افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی ؛ نو راځئ چې په ګډه د هېواد په جوړولو کې برخه واخلو. 
ښاغلي عابد وویل: د خوشالۍ ځای دی چې په هېواد کې د خپلواکۍ سره یو ځای د سمسورتیا لپاره هم هېوادوال مټې رانغاړی او نیالګي کېنوي. ده وویل: ونې پاک اکسیجن او ښکلې هوا تولیدوي او په مقابل کې یې ککړه هوا یا کاربن ډای اکسایډ چې د ژوندانه لپاره یو مضر عنصر ګڼل کیږي، جذبوي. ونې چاپېریال ښکلی کوي؛ د تودوخې تعادل ساتي؛ د خاورې په ساتلو او همدا راز د انسانانو، اهلي او وحشي ژوو د اړتیا وړ خوراکي توکو په تامینولو کې مهم رول لوبوي.
ښاغلي عابد زیاته کړه: د چاپېریال ساتنې ملي اداره هڅه کوي چې هېوادوالو ته د سالم او خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د اړوندو ادارو په همکارۍ، سږکال په ټول هېواد کې په میلیونونو نیالګي کېنوي. نوموړي په هېوادوالو غږ وکړ چې د نیالګیو کینولو ملي کمپاین کې برخه واخلي او د پسرلي په را رسېدو سره هر افغان نیالګي کېنوي او د خپلې نیکۍ او حسناتو زیرمه لا بډایه کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي اقلیمي بدلون یو نړیوال ګواښ وباله او ویې ویل چې افغانستان یې زیات اغېزمن کړی چې یوه حل لاره یې د نیالګیو کېنول دي.

ښاغلي صدیقي وویل: که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې ونډه نه لري، خو له بده مرغه ډیر زیات ترې اغېزمن دی او دا پر نړیوالو زموږ حق دی چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. نوموړي د افغانستان.ا.ا پر چارواکو غږ وکړ چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملاتړ وکړي او د ځنګلونو، شنو سیمو، وحشي ژویو او په ټوله کې د چاپېریال ساتنې لپاره لاس په کار شي.
د کابل ښاروالۍ د سمسورتیا رئیس مولوي عبدالوکیل د ونو د اهمیت په تړاو باارزښته وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې د کابل ښار د ښېرازۍ او سمسورتیا لپاره به ۲سوه زره نیالګي او ۵۰ زره زینتي بوټي کېنوي.
د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه نیالګي په کېنولو سره پر هېوادوالو غږ وکړ چې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین کې پراخ ګډون وکړي او ټول باید د هېواد د ښېرازۍ لپاره نیالګي کېنوي.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته د هر اړخیزې همکارۍ ټټر وواهه او ویې ویل چې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې له دې ادارې سره همکاري وکړي.
 د ا.ا ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د هېواد د ابادۍ پیلامه وبلله او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د وطن د سمسورتیا په خاطر باید نیالګي کېنوي، ساتنه او پالنه یې وکړي.
د آغاخان بنسټ ځانګړي استازي د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې چې د کابل ښار د ښکلا او سمسورتیا په خاطر به د قرغې په سیمه کې یو نمونه‌یې پارک جوړ کړي.
دغه پرتمینه غونډه د د نیالګیو کېنولو ملي کمېټې له خوا چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پرغاړه ده او اړوند وزارتونه او دولتي ادارې یې غړیتوب لري؛ د آغاخان بنسټ په مالي ملاتړ جوړه شوې وه چې په لړ کې یې د قرغې په قلعه بلند تپه کې ۵زره نیالګي کېنول شول.
د یادولو وړ ده چې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاینونه به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې جریان ولري او د نیالګیو کېنولو پروسې په پای کې به قدرمنو هېوادوالو ته د کېنول شوو نیالګیو کره شمېره رسماً اعلان شي.


Mar 17, 2022

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021