• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هوا ککړتیا راکمولو، د چاپېریالي جوازونو د ویش لړۍ ساده کولو او د سترو فابریکو د چاپېریالي چارو د ارزونې په موخه د دې ادارې مشرتابه پلاوي له یو شمېر سوداګرو او صنعت‌کارانو سره ولیدل

slider-image

د ۱۴۴۳ق کال د ذالقعدې ۱۶مه نېټه -  کابل
د کابل ښار د هوا ککړتیا د راکمولو، د چاپېریالي جوازونو د ویش لړۍ د ساده کولو او د سترو فابریکو د چاپېریالي چارو د ارزونې په موخه نن د غبرګولي په ۲۶مه نېټه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیز الرحمن په مشرۍ نظارتي ټیم چې د دې ادارې پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد، رئیسانو او مفتشینو یې هم ملتیا کوله، د کابل د صنایعو او کانونو خونې له رئیس او صنعت‌کارانو سره غونډه وکړه او همدا راز له د دوو سترو فابریکو فعالیتونه یې له نېږدې وکتل.
غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او د صنایعو او کانونو خونې رئیس د مېلمنو هرکلی وکړ او د صنعت‌کارانو د ستونزو په هکله یې مفصلې خبرې وکړې. نوموړي وویل: د دولتي ادارو او صنایعو خونې تر منځ باید همکاري او همغږي پیاوړې شي، د جوازونو د ورکړې پروسه باید اسانه او چټکه شي، د جوازونو په ورکړه کې باید د سترو او کوچنیو فابریکو توپیر په نظر کې ونیول شي او وخت پر وخت باید د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه له فابریکو نظارت وشي.
په ترتیب سره څو تنو صنعت‌کارانو په سمه توګه د اوبو د مدیریت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په کارونو کې د نورو ادارو د نه مداخلې او د صنعتي پارکونو د زبالو د تنظیم په هکله ویناوې وکړې او د دې ادارې له مشرانو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې پوره هڅه به کوي چې په خپلو فعالیتونو کې چاپېریالي اصول او قوانین په پام کې ونیسي.
د دې ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمن د صنعت‌کارانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ، ده وویل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رامنځته کېدو موخه همدا ده چې د انسانانو او ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند وساتي او دا دې ادارې مسوولیت دی چې د هېواد چاپېریالي ستونزو ته حل‌لارې ولټوي.
ښاغلي حاجي حافظ زیاته کړه: صنعت‌کاران د حکومت د ملا د تیر حیثیت لري او موږ دې ته ژمن یو چې په کارونو کې به اسانتیا را منځته کوو.
د دې ادارې مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد په سمه توګه د ځمکې لاندې اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ او له صنعت‌کارانو یې وغوښتل چې د اوبو د مصرف په برخه کې باید جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه دا مهال د افغانستان ځمکې لاندې اوبه له زیاتو ننګونو سره مخ دي.
ښاغلي عابد وویل: موږ ټول باید خپل چاپېریال ته جدي پاملرنه وکړو او ستونزو ته په ګډه حل‌لارې ولټوو. نوموړي له ټولو صنعت‌کارانو وغوښتل چې د چاپېریالي جرایمو مخنیوي وکړي او د فابریکو سټندردونه باید معیاري کړي.
د دې ادارې د بنسټیزو چاپېریالي چارو د ارزونې رئیس نقیب الله صدیقي د چاپېریالي جوازونو د ویش لړۍ په هکله خبرې وکړې او وویل چې موږ نوې طرحه جوړه کړې ده چې پر بنسټ به یې د کوچنیو فابریکو جوازونه د یوې او دوو ورځو په جریان کې او د سترو فابریکو جوازونه د یوې اونۍ په لړ کې صادر شي.
د صنعت‌کارانو سره تر لیدنې کتنې وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست او ورسره پلاوي د اطلس پاور پي وي سي او خان سټیل فابریکو فعالیتونه له نېږدې وکتل او د چاپېریالي اصولو د لاښه تطبیق په هلکه یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

Jun 18, 2022

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021