• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیمي بدلون په تړاو يو ورځنی مشورتي بحث ترسره شو

slider-image

۱۴۴۵کال د ربیع الثاني ۲۲مه/ کابل
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او
REHA (د پياوړتيا لوړلو، چاپېريال ساتنې او بشري مرستو) موسسې په ګډه همکارۍ د اقلیمي بدلون د اغېزو، موجوده فرصتونو، نړيوالو فنډونو، شته امکاناتو او حل‌لارو په تړاو په کابل سټار هوټل کې یو ورځنی مشورتي بحث ترسره شو.

په دې غونډه کې د اړوندو امارتي ادارو باصلاحيته استازو، د پوهنتونونو استادانو، ملي او  نړیوالو مؤسسو مسوولینو، خصوصي سکتور استازو، متخصصینو، او محصلینو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن عظیم الشان مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل او د
REHA مؤسسې رئیس محمد يوسف حميدیان د ګډونوالو هرکلی وکړ او د غونډې د اهدافو په هکله يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.


د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د مالي او اداري چارو معين مولوي عبدالسلام حقاني د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو په هکله خبرې وکړې او زياته يې کړه: د پرمختللو هيوادونو د بې‌رويې صنعتي فعاليتونو او ګلخانه يي ګازونو د زيات توليد له کبله کم ودې هېوادونه د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه ډير زيات اغېزمن شوي چې افغانستان هم يو له دغو هيوادونو څخه شپږم هېواد دی چې ډير زيات اغېزمن شوی.
نوموړي وويل: دا د نړيوالو ذمه‌واري ده چې د اقلیمي بدلون څخه اغيزمن هېوادونو ته جبران خساره ورکړي.

ښاغلي حقاني پر نړۍوالو غږ وکړ چې چاپېریالي موضوعات سیاسي نه کړي ځکه دا بشري موضوعات دي چې ګټه او زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي؛ افغانستان اوسمهال په جدي توګه له اقلیمي بدلون څخه اغېزمن هېواد دی په داسې حال کې چې د ګلخانه‌يي ګازونو په خپرولو کې ونډه نه لري.


ښاغلي حقاني له نړيوالو وغوښتل چې د اقلیمي بدلون په تړاو د افغانستان تعلیقي پروژې بېرته پيل کړي او په نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې مسوولینو ته د ګډون اجازه ورکړي او همدا راز د
COP په ټولو غونډو کې افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.


د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د مالي او اداري چارو معين وويل: موږ د چاپېريالي ستونزو او اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې تدابیري پلانونه جوړ کړي او  خپلې هلې ځلې به جاري وساتي. ده د REHA مؤسسې څخه مننه وکړه چې د اقلیمي بدلون په تړاو مشورتي غونډې جوړوي.
د کابل ولایت د اقتصاد رئیس مولوي حامد ابراهيم د چاپېريال ساتنې په هکله د اسلامي شريعت د سپارښتنو په تړاو وینا وکړه د ملي او نړیوالو بنسټونو څخه يې وغوښتل چې خپلې بوديجې د بنيادي پروژو په تطبیق مصرف کړي؛ ترڅو د ملت اساسي ستونزې حل شي.


نوموړي له نړيوالو وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو نړيوالو غونډو کې باید د افغانستان استازو ته د ګډون اجازه ورکړي؛ ترڅو د چاپېريالي ستونزو په تړاو د خپل حق غوښتنه وکړي.

د غونډې په لړ کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ(یوناما) مرکزي زون مسؤلې مېرمن ایوا دانوټا سيټکوسکا وینا وکړه او اقليمي بدلون يې د بشري ټولنې لپاره ستر ګواښ وباله چې د ټولنې ټول اقشار ترې اغېزمن دي.


نوموړې ژمنه وکړه چې د افغانستان غږ به نړيوالې ټولنې ته رسوي.
د (
REHA) موسسې مرستیال انجینر عزت الله صدیقي د اقليمي بدلون د اغېزو، موجوده فرصتونو، نړيوالو فنډونو او حل لارو په تړاو هر اړخيز معلوماتي پرزنټیشن وړاندې کړ.


د غوڼدې په پای کې د ګډونوالو نظرونه او وړانديزونه واورېدل شول چې په راتلونکو غونډو کې به د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره شریک؛ تر څو لازمې حل لارې چارې ورته ولټول شي.

Nov 7, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021