• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې UNDP رئیس د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئیس سره وکتل

slider-image

۱۴۴۵کال د جمادي الاول ۱۳مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن، پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد او د دې ادارې تخنیکي ټیم  د ۱۴۰۲کال د ليندۍ په ۵مه نېټه په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له رئیس اسټېفن رودریکز سره د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان د تعليقي پروژو د بیا پیلیدو په تړاو لیدنه وکړه.
په پیل کې د دې ادارې عمومې رئیس د
UNDP رئیس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلون په تړاو یې ورسره هر اړخیزې خبرې وکړې.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: نړۍوال باید چاپېریالي موضوعات سیاسي نه کړي ځکه دا بشري موضوعات دي چې ګټه او زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي؛ افغانستان اوسمهال په جدي توګه د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه متاثر هېواد دی په داسې حال کې چې د ګلخانه‌يي ګازونو په خپرولو کې ډیره کمه ونډه لري. نوموړي وويل چې د اقلیمي بدلون په برخه کې دې د افغانستان ۳۰تعلیقي پروژې چې د نظام په بدلون سره تعليق شوې دي چې باید بیا پيل شي؛ له دې جملی څخه ۹پروژې د
UNDP سره په ګډه تر کار لاندې وې چې باید بېرته پيل سي.


ښاغلي حافظ وویل اوسمهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او د کار کولو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی؛ نو له نړۍوالو مو هیله دا ده چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بیا پيل کړي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رييس وويل: افغانستان د نړۍوالو چاپېریالي کنواسیونونو رسمي غړیتوب لري او دا اداره د ټولو کنوانسیونونو تعهداتو ته ژمنه ده؛ نو نړۍوالو ته هم پکار ده چې له افغانستان سره په کړو تعهداتو عمل وکړي او نېمګړې پروژې بیا پیل کړي.


نوموړي د
UNDP له رئیس وغوښتل چې د نړۍوالو چاپېریالي اسانتیاوو (GEF) لخوا د افغانستان لپاره ۳۰ دیرش میلیونه ډالر ځانګړي شوي او اوس د تعلیق په حالت کې دي همدا راز د کوچنیو چاپېریالي پروژو (SGP) په برخه کې هم ۴۰څلویښت میلونه ډالر شته چې UNDP باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې رئیس اسټیفن رودریکز د دې ادارې له عمومي رئیس څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې هڅه به وکړي چې له افغانستان سره د نړۍوالو د همکارۍ زمینه مساعده کړي او ډاډ یې ورکړ چې زموږ تخنیکي ټیمونه به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په ګډه کار پیل کړي.


نوموړي وویل: اوس په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی، مخدره مواد بند شوي چې دا اسلامي امارت لویې لاسته راوړنې دي. ده وویل: زه یوه وعده کوم چې له پخواني حکومت سره موږ کومې اړیکې لرلې هغه اړیکې بیا ورغوم.
ښاغلي رودریکز ټینګار وکړ کومې وعدې چې موږ کوو باید عملي یې کړو؛ ځکه د افغانستان ولس له اقلیمي بدلون څخه زیات اغیزمن شوی.
نوموړي ژمنه وکړه چې موږ تلاش کوو ترڅو نړۍوال له افغانستان سره ښه تعامل وکړي، ده زیاته کړه: موږ به د نیمګړو چاپېریالي پروژ د بیا پیل لپاره خپلې هڅې کوو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې مو هم ډیر پروپوزلونه چمتو کړي چې د دې ادارې له تخنیکي همکارانو سره به هم شریک شي ځکه له اقلیمي بدلون سره مبارزه د ټولې نړۍ ګډ کار دی.

Nov 27, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021