• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) له رئیس سره وکتل

slider-image

۱۴۴۵کال د جمادي الاول ۲۲مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له رئیس ریچارډ او مل پلاوي سره له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت په برخه کې د نړیوالو چاپېریالي اسانیاوو اتم پړاو کې د افغانستان سهمیې (STAR) ته د لاسرسي او همدا راز د (GEF-6 & GEF-7) پروژو د تطبیق په هکله بحث او خبرې وکړې.


په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون له ناوړه اغیزو څخه د افغانانو د زیامن کیدو، موجوده مالي امکاناتو ته د لاسرسي، شته فرصتونو او ګډي همغږۍ او همکارۍ په تړاو هر اړخیزې خبرې و شوې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین وویل: چاپېریالي موضوعات باید سیاسي نه شي، ځګه چې زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي. ده وویل: موږ په داسې موضوع خبرې کوو چې د نړۍ ډیر هېوادونه یې کړولي او له نړیوالو موسسو څخه مو هیله دا ده چي د اقلیمي بدلون په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.


ښاغلي عابد وویل: افغانستان د نړۍوالو مالي میکانیزمونو څخه د پروژو د ترلاسه کولو په برخه کې له بندیزونو سره مخ شوی او یوازې د اقلیم زرغون صندوق GEF څخه د ۳۰دیرش میلیونو ډالرو په ارزښت تر کار لاندې پروژې تعلیق شوې چې په دې سره د اقلیمي بدلون په برخه کې افغانستان له ډیرو ننګونو سره مخ شوی دي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین د FAO له رئیس څخه وغوښتل چې د نړیوالو چاپېریالي اسانیاوو اتم پړاو (STAR) کې د افغانستان سهمیه کې لس میلیونه ډالر موجود دي چې د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د دې ادارې د تخنیکي ټیم سره په ګډه باید پروژې ډیزاین او مودجوده پیسې ترلاسه کړي.


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) رئیس ښاغلي ریچارډ د خپلو فعالیتونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره به خپلې اړیکې پیاوړې کوي او ګډ کار کولو ته به دوام ورکوي.
نوموړي وویل: موږ په دوامداره توګه هڅې کړې دي چې د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان ستونزې تر نړیوالو ورسوو، ځکه چې افغانستان اقلیمي بدلون سخت ځپلی او ټول افغانان یې متضرر کړي دي.


ښاغلي ریچارډ وویل چې د (STAR) څخه به لس میلیونه ترلاسه کېدونکي ډالر د اوبو لګولو، څړځایونو د ساتنې او د ځنګلونو د بیا رغونې په برخه کې مصرف کړي.
دواړو خواو په ګډ کار او د همغږۍ پر پیاوړتیا هوکړه وکړه او د پروژو د پیل او تخنیکي همکارۍ لپاره ګډ کاري ټیم وټاکل شو چې د افغانسان د لومړيتوبونو په پام کې نیولو سره به پروژې ډیزاین او عملي کړي.

Dec 7, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021