• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتني ملي ادارې مرستیال د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له مرستیال سره ولیدل

slider-image

۱۴۴۵کال د شوال۳۰مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي معین ډاکټر زین العابدین عابد د ۱۴۰۳کال د غویي په ۲۰مه نېټه خپل کاري دفتر کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له مرستیال (Harald Mannhardt) سره وکتل.
په دې لیدنه کې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او متخصصینو هم ګډون کړی و چې د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسۍ مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د دې ادارې د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: افغانستان د اقلیمي بدلون څخه اغېزمن هېواد دی او د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو زیانونه په مستقیم ډول په عامو خلکو او محلي ټولنو اغیزه کوي.


ده زیاته کړه: د اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسیدو لپاره مشترکو اقداماتو ته اړتیا ده او د ټولو اړخونو ګډ کار او همکارۍ ته ضرورت لري، ځکه اقلیمي بدلون یوه نړۍواله مسئله ده که چېرې افغانستان سره په دې برخه کې همکاري ونشي؛ نو نړۍوال به هم ترې خوندي نه وي او بیا به و نشو کولی راتلونکي کي د پېښیدونکو خطراتو مخه ونیسو.
ښاغلي عابد وویل چې اوسمهال په ټول افغانستان کې سراسري امنیت دی او کار کولو ته ښه زمینه مساعده ده، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړۍوالو موسسو سره هر ډول کارکولو ته ژمنه ده.


د چاپېریال ساتني ملي ادارې مرستیال د خوړو نړیوال پروګرام له مرستیال څخه غوښتنه وکړه چي د لنډمهاله پروژو پرځای اوږدمهاله او ګټورې پروژې تطبیق کړی؛ نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې دې ژر تر ژره پیل شي؛ ځکه دا د افغانستان مسلم حق دی.
ښاغلي عابد په ځانګړې توګه د هغې تعلیق شوي پروژې یادونه وکړه چي د خوړو نړیوال سازمان یا  (WFP) د تطبیق مسولیت لري او دا مهال د سیاسي ملاحظاتو له مخي ځنډول شوې ده .
دا پروژه په بادغیس او نورستان ولایتونو کي د لس میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د اقلیمي بدلون سره د سازښت په تړاو د کليوالي ټولنو د پياوړتيا په برخه کې عملي کیږي.


د چاپېریال ساتني ملي ادارې مرستیال وړاندیز وکړ چي په ټولو ولایتونو کي د چاپېریال ساتني ملي ادارې ۲۰ جریبه ځمکي شتون لري او دوی چمتو دي د خوړو نړیوال سازمان ته یې د نیالګیو قوریو د جوړولو لپاره په واک کي ورکړي، ترڅو په دې سره هر ولایت د نیالګیو په برخه کي پر خپل ځان بسیا او سمسور شي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال (Harald Mannhardt) هم د خپلو فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: WFP په افغانستان د غذایي مصئونیت په شمول د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې کار کوي. نوموړي ژمنه وکړه چې د دې ادارې د ځنډول شوو پروژو د بیا پیل لپاره به هڅې وکړي او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره یې د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل د اقلیمي بدلون او چاپيریال اړوند مسایل سیاسي نه دي او موږ به کوښښ وکړو چي نړیوال ډونران په افغانستان کي د اقلیمي بدلون اړوند پروژو تطبیق ته وهڅوو او تمرکز به مو په افغانستان کي پر اوږدمهاله او اساسي پروژو وي.

May 9, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021