• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د اذربایجان له سفیر سره وکتل

slider-image

۱۴۴۵کال د ذی الحجې ۳مه/کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیزالرحمن نن سه شنبه د ۱۴۰۳کال د غبرګولي په ۲۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د اذربایجان له سفیر ښاغلي الهام محمدوف او د یاد سفارت له سلاکار ښاغلي تاریل اسماعیلوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي معین ډاکټر زین العابدین عابد، د اقلیمي بدلون، نړۍوالو اړیکو او پلان رئیسانو او مسوولینو هم حضور درلود.


په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیزالرحمن د اذربایجان سفیر هرکلی وکړ او د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په هکله یې ورسره بحث او خبرې وکړې.
ده وویل: چاپېریال یوه مهمه او نړۍواله موضوع ده او دې اهمیت ته په کتو د چاپېریال ساتنې ملي اداره چې دا مهال د ۱۶نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري، د هغو ټولو تعهداتو ته ژمنه ده؛ په داسې حال کې چې نړۍوال د چاپېریالي مسایلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري نه کوي. ښاغلي حافظ وویل: موږ د نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونو تعهداتو ته ژمن او هیله مند یو چې نړۍوال هم له افغانستان سره تعامل وکړي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی چې په هېواد کې د خطرناکو سېلابونو راتلل یو له عمده لاملونو څخه دي. نوموړي د اذربایجان له سفیر څخه غوښتنه وکړه چې د
COP29 کنفرانس چې سږ کال په اذربایجان هېواد کې جوړیږي باید د افغانستان پلاوي د ګډون لپاره هڅې وکړي؛ ترڅو په دې نړۍوال کنفرانس کې د افغانانو غږ پورته شي.


ښاغلي حافظ وړاندیز وکړ چې موږ غواړو د اذربایجان هیواد سره د چاپېریالي موضوعاتو، د تکنالوژیو او تجاربو د انتقال او ظرفیت لوړونې په برخه کې ګډې همکارۍ ولرو.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي معین ډاکټر زین العابدین عابد وویل چې له فتحې وروسته موږ تر ډیره داخلي چاپېریالي موضوعات حل کړي یوازې بیروني موضوعات پاتې دي چې هغه د سیاسي ملحوظاتو له امله ځنډیدلي چې ان شاالله هغه به هم حل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان ته باید په
COP29 غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي؛ ترڅو موږ وکولای شو خپل غږ تر نړۍوالو ورسوو.


د اذربایجان سفیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رهبرۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان او اذربایجان تر منځ له پخوا څخه دوستانه او تاریخي اړیکې وې او موږ غواړو چې د ا.ا.ا سره مو لا اړیکې دوستانه او پیاوړې شي.
 ښاغلي محمدوف ژمنه وکړه چې د
COP29 غونډه کې به د افغانستان پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې کوي او ستاسو وړاندیزونه او نظرونه به له خپلو چارواکو سره شریکوي.

Jun 10, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021