• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ټول هېواد کې د وحشي ژوو ښکار، د ځنګلونو او طبي بوټو وهل منع دي

slider-image

۱۴۴۶کال د محرم ۴مه/ کندهار
د کندهار ولایت د چاپېريال ساتنې رياست مسوولینو د پنجوايي ولسوالۍ اړوند د ډورۍ رود د ځنګلونو او د خروټو بند په غرنۍ ساحه کې د وحشي ژوو د چاپېریالي وضعيت څخه نظارت وکړ.


پنجوايي د کندهار يوه پراخه سرسبزه او نيمه دښتي ولسوالي ده چې د ارغنداب او ډورۍ سيندونو په منځ کې پرته ده د غرونو مختلفې لړۍ او پراخې دښتې لري چې د بيلا بيلو غرنيو او دښتي وحشي ژوو، خزندو، آبي او دښتي مرغانو د اوسيدو ځاى دى.
د چاپېریالي چارو مفتشینو د پنجوايي ولسوالۍ د ځنګلي، غرنيو سيمو او د خروټو بند د غرنۍ سيمې څخه نظارت وکړ د يادې سيمې د اوسيدونکو د معلوماتو له مخې په ياده غرنۍ ساحه کې وحشي څيرونکي ژوي، مختلف النوعه الوتونکي او خزندې پيدا کيږي.


په هېواد کې د تېرو څو لسیزو جګړو او ناقانونه ښکار له امله د يادو سيمو د وحشي حيواناتو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلى وو؛ خو اوس په افغانستان کې د ناقانونه ښکار په بنديدو او د جګرو د ټغر په ټوليدو سره وحشي حيواناتو او مرغانو په شمير کې هم ډېروالى راغلى دى.
د خروټو بند سيمې اوسيدونکو ته د وحشي ژوو او مرغانو د چاپېريالي ارزښت، د ناقانونه ښکار د مخنيوى اړوند د رياست الوزرا عالي مقام د حکم په هکله عامه پوهاوى ورکړل شو.
د سيمې اوسيدونکو د ښکار په بنديدو خوښي ښکاره کړه او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو او امنيتي ارګانونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.


همدارنګه د پنجوايي ولسوالۍ اړوند د ډورۍ سيند د دواړو غاړو د موجوده ځنګلونو څخه نظارت وشو چې د ځنګلي او دښتي بوټو د قطعه کولو په مخنيوي سره د دې سيمې ځنګلي بوټو وده کړې او د بشري فعاليت په کميدو سره په ځنګله کې وحشي حيوانات، اوبيز مرغان او نادر خزنده‌ګان ډير شوي دي.
د پنجوايي ولسوالۍ د امنيتي مسٶلينو په همکارۍ د ډورۍ سيند د ځنګلي بوټو د قطعه کولو مخنيوی شوى چې د ځنګلونو او وحشي ژوو په وضعيت کې د پام وړ ښه والى راغلى چې په دې برخه کې د سيمه یيزو مجاهدينو د هلوځلو څخه مننه وشوه او د وحشي ژوو، مرغانو او ځنګلي بوټو د ساتنې او ارزښت په هکله لا نور پوهاوی ورکړل شو.l

Jul 10, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021