• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رئیس لیدنه؛ افغانستان کې د اقلیمي بدلون پر موضوعاتو خبرې وشوې

slider-image

۱۴۴۶کال د محرم۲۲مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن یک شنبه د ۱۴۰۳کال د اسد په ۷مه نېټه خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام  (UNDP)له رئیس ښاغلي سټیفن سره وکتل؛ په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون په تړاو مختلفو مسایلو او چاپېریالي پروژو په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې.


په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د (UNDP) مسوول او ورسره پلاوي هرکلی وکړ او پر ګډه همکارۍ او تعامل يې ټینګار وکړ. نوموړي وویل: له بده مرغه اوس‌مهال نړۍوالو بشري مسایل له سیاست سره تړلي دي چې دا د بشر په ګټه نه دي. ده زیاته کړه موږ هیله لرو چې بشري موضوعات سیاسي نه شي.
ښاغلي خالص وویل: دا مهال د افغانستان خلک، حیوانات او نباتات د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوي دي او په دې برخه کي مشترکو اقداماتوته اړتیا لیدل کیږي؛ نوموړي زياته کړه زموږ توقع همدا ده چې رغنده او مثبت ګامونه واخلو.


د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رئيس په خپلو خبرو کې وویل موږ پخوا هم د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مشرتابه سره د چاپېریالي موضوعاتو په هکله بېلا بیلې ناستې کړي دي او دا پروسه به دوام ولري.
د غونډې په لړ کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون رئیس د دوو چاپېریالي پروژو، چاپېریالي سندونو او په ولایتونو کې د څېړنیزو چاپېریالي فارمونو جوړولو په هکله معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د (UNDP) همکاري اړینه وبلله.


د (UNDP) رئیس د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل: سیاست، اقلیم او خلک باید سره ګډ نه شي او زه په دې موافق یم چې خلک د سیاست قرباني نه شي.
ښاغلي سټیفن وویل هڅه به وکړي هغه هېوادونه چې د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان د پروژو د ځنډ او خنډ لامل دي، پر دې قانع کړي چې د چاپېریالي ګواښونو اصلي قربانیان غریب خلک دي.
ده ژمنه وکړه چې د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او د COP 29 نړۍوال کنفرانس کې د افغانستان د حکومت استازو ته د ګډون په برخه کې به خپلو هڅو او کوښښونو ته دوام ورکړي.

Jul 28, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021