logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ننګرهار کې د معدني اوبو او آیسکریم تولیدي فابریکو له فعالیتونو څارنه وشوه
د چاپېریالي ستونزو د مخنیوي په موخه ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه وشوه
غزني او لغمان کې سلګونو طالب العلمانو او زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقليم بدلون او چاپېريال ساتنې په هکله له علمای کرامو سره يو ورځنی سيمنيار ترسره شو

slider-image

۱۴۴۶کال د جمادي الثاني ٦مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د (رها) مؤسسې په همکارۍ نن د ۱۴۰۳کال د ليندۍ په ۱۸مه نېټه په صافي لنډ مارک هوټل کې د اقلیمي بدلون  او چاپېريال ساتنې په هکله یو ورځنی سيمينار ترسره کړ.
په دې سيمنار کې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې، حج او اوقافو وزارت رهبرۍ، د رها مؤسسې مسوولينو، علمای کرامو، رئیسانو او متخصصينو ګډون کړی وو.


سيمینار د قرانکريم مبارکو آيتونو په تلاوت پيل ورپسې د رها موسسې رئيس محمد يوسف حميديان ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د اقليمي بدلون او د خلکو د ونډې په اړه يې معلومات وړاندې کړل.
نوموړی له علمای کرامو څخه غوښته وکړه چې د اقليمي بدلون په اړه په ننې سيمينار کې تخنیکي معلومات په ښه شکل ترلاسه او خلکو ته ورسوي ترڅو په ګډه له اقليمي بدلون سره مبارزه وکړو.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مالي او ادارې چارو معين مولوي سعد الدين سعيد د اسلام مبارک دین له نظره د اقليمي بدلون په تړاو هر اړخيزه وينا وکړه او اقلیمي بدلون یې يوه نړیواله موضوع وبلله، ده وويل: د ټولنې ټول وګړي د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې ښکیل دي او اړتیا ده چې ټول په ګډه له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړو.


ښاغلي سعيد وويل: پاکوالی او د ونو کينول په اسلام کې ځانګړي ارزښت لري او همدا پاکوالی او د ونو کينول د چاپېريال ساتنې او د اقليمي بدلون سره د مبارزې سبب ګرځي.
ښاغلي سعید له علمای کرامو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل منبر له لارې خلک چاپېريال ساتنې ته وهڅوي؛ تر څو د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو ښکار نشو او پاک او سالم چاپېريال ولرو.
د حج او اوقافو وزارت د مساجدو عمومي رئیس مولوي محمد اشرف حقاني او د چاپېریال ساتني ملي ادارې  د دعوت او ارشاد رئیس مولوي هدایت الله فتاحي هم د اسلام له نظره د چاپېریال ساتنې د ارزښت او اقلیمي بدلون په هکله بشپړ معلومات ورکړل.


د غونډې په لړ کې د رها موسسې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي لخوا د الميزان نړيوال سند په هکله هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشن وړاندې شو، ورپسې د دې ادارې د اقلیمي بدلون رياست کارپوه نجیب الرحمن سعيد د افغانستان د چاپېريالي او اقليمي وضعیت په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړه.
د غونډې په پای کې ګډونوالو ګروپي کار  وکړ او دا ډول غونډې یې مهمې وبللې، علمای کرامو ژمنه وکړه چې خلکو ته به د منبرونو له لارې عامه پوهاوی ورکوي او ټینګار یې وکړ د علماوو او اړوندو ادارو تر منځ همغږي لا پیاوړې او خلک چاپېریال ساتنې او اقليمي بدلون ته وهڅول شي.

Dec 9, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021