• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په بنګله دیش کې د سویلي آسیا د چاپیریالي همکاریوسازمان د مشرتابه پلاوي، ۱۵مه غونډه ترسره شوه

slider-image

د  چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نړیوالو اړیکو او پالیسۍ معین، ادریس ملیار په مشرۍ، د روان کال د لړم په ۱۲مه نېټه د سویلي آسیا د چاپیریالي همکاریو سازمان ۱۵مه غونډه د بنګله دیش په ډاکه ښار کې ترسره شوه چې پکې د غړیو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

دغه سازمان په 1982 کال کې په سیمه کې د چاپېریالي چارو د مدیریت او چاپېریال ساتنې په موخه جوړ شوی دی.

ښاغلي میلیار د بنګله دیش حکومت څخه د غونډې د کوربه توب له امله مننه وکړه او ویې ویل چې له هغه وخت نه چې افغانستان د دې سازمان مشري کوي، د چاپیریالي ستونزو د حلولو په برخه کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي. نوموړي زیاته کړه: موږ پوهیږو چې د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره د مختلفو اړخونو مدیریت کول او دوامدار پرمختګ له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی. 

ښاغلي ملیار وویل: کله چې موږ په د هرې طبقې خلکو په ژوندانه باندې د چاپېریال د ویجاړتیا اغیزې وګورو؛ نو وینو چې د هوا او اوبو د ککړتیا مختلف شکلونه د دې لامل ګرځي چې ورو ورو خلک او طبیعي  ایکوسیستم له منځه وړي. ده وویل: په داسې حال کې افغانستان د دې سازمان مشري د بنګله دیش هېواد ته سپاري چې موږ د چاپېریالي ستونزو او ګواښونو د حل لپاره په سیمه ییزه کچه سیاسي او ټولنیزه ژمنتیا لرو؛ ترڅو هغه څه ترلاسه کړو چې موږ یې غواړو.

دغه غونډه د روان کال د لړم له ۱۲مې نېټې څخه پیل او تر ۱۵مې نېټې پورې به دوام ولري او ښاغلی ملیار به د غونډې په لړ کې د سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سره ناستې ولري او د عقرب په ۱۵مه نېټه به د سویلي آسیا غړیو هېوادونو د چاپېریال ساتنې وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي. 

د یادولو وړ ده چې د چاپېریالي همکاریو په سازمان (SACEP) کې اته هېوادونه: افغانستان، بنګله دیش، بوتان، پاکستان، سریلنکا، نیپال، مالدیف او هندوستان غړیتوب لري.

Nov 4, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021