• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

علمای کرامو، چاپیریالي فعالینو او د سکتوري ادارو مسؤلینو خپل نظريات او وړانديزونه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه ته وړاندي کړه

slider-image

۱۴۴۶کال د شوال۱۱مه/ بامیان
په بامیان ولایت کې علمای کرامو، چاپېریالي فعالینو، د بېلابېلو سکتوري ادارو مسؤلینو او علمي شخصیتونو د یوې غونډې په ترڅ کې خپل نظريات، وړاندیزونه او غوښتني د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه ته وړاندې کړې.
دا غونډه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ ترسره شوه پکي د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي هم برخه اخیستې وه.


د بامیان والي په خپلو خبرو کې چاپېریال ساتنه یوه شرعي، ملي او انساني وجیبه وبلله او ویې ویل: "که موږ غواړو پاک، روغ او سالم ژوند ولرو، نو باید چاپېریال ته پاملرنه وکړو، نیالګي کښېنو، او له طبیعي منابعو څخه سالمه استفاده وکړو." نوموړي همداراز د علمای کرامو، استادانو، او ټولنیزو فعالینو رول د عامه پوهاوي په برخه کې مهم وباله او د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس غونډي ته په خبرو کې وویل د ټولنې د مختلفو قشرونو نظریات د چاپېریال ساتنې د پالیسیو او برنامو په پیاوړتیا کې مهم رول لري. نوموړي ډاډ ورکړ چې اداره به د یادو نظریاتو پر بنسټ خپلې برنامې نورې هم اغېزمنې او عملي کړي.


ښاغلي خالص وویل بامیان د افغانستان له تاریخي او لرغونو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې دا زموږ د ګرانه هېواد لپاره ستر ویاړ او افتخار دی.
نوموړي څرګنده کړه بامیان د چاپېریالي او ایکولوژیکي پلوه ځانګړی ارزښت او ځانګړتیاوې لري، چې همدغه ځانګړتیاوې ددې لامل شوې څو دا ولایت د ساتنې وړ وګڼل شي. له دغو سیمو څخه د افغانستان لومړی ملي پارک (بند امیر)، د بامیان فلاتو ساتل شوې سیمه او د شاه فولادي طبیعي منظرې یادولای شو.


ښاغلي خالص زیاته کړه په بامیان کې پر نورو څو سیمو هم تخنیکي او ایکولوژیکي مطالعات دوام لري، ترڅو په راتلونکي کې د ساتنې تر چتر لاندې راشي. همدا ځانګړتیاوې بامیان د افغانستان د ایکوتوریزم او ګرځندوی مهمه نقطه ګرځولې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل اداره مکلفه ده چې چاپېریالي اصول په سمه توګه پلی کړي او ژمنتیا دا ده چې د بامیان ولایت طبیعي سرچینې په درست ډول وساتل شي.


په غونډه کې ګډونوالو د چاپېریال د اوسني وضعیت، د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو، د طبیعي منابعو د مدیریت، او اړتیاوو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او اندېښنې شریکې کړې.
د غونډي په وروستیو کې د بامیان ولایت چاپېریالي فعالینو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس هڅي او خدمتونه د مننلیک په ورکولو سره وستایلې او هغه ته يې په راتلونکي کې د لازیاتو بریاوو او پرمختګونو هیله وکړه.

Apr 10, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021