• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال د يوه پلاوي په مشرۍ د اندونیزیا هېواد ته رسمي سفر کړ

slider-image

١٤٤٧کال د ربیع الاول ١٤مه/ جاکارتا
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زین‌العابدین عابد د یوه پنځه کسیز پلاوي په مشرۍ اندونیزیا ته رسمي سفر وکړ. د افغان پلاوي هرکلی د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان سفارت مسؤلینو وکړ.
په دې سفر کې افغان پلاوي د اندونیزیا د اوبو او انرژۍ وزارت، د اقلیمي بدلون او د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت (BNPB) او ځايي ټولنې د پراختیایي پروګرامونو له مسولینو سره وکتل.


ټاکل شوي پلاوي د اوبو سرچینو مدیریت، د اوبو لګولو اتومات سیستمونه، د اقلیمي بدلون سره د مقاومت مرکزونه، د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالی او عاجل عملیاتي سیستمونه له نږدې وڅېړل.
همدارنګه افغان پلاوي د اندونیزیا د مالیې وزارت، د اسلامي بانکدارۍ کوپراتیفونو او BMT (Baitul Maal wa Tamwil) ادارو د فعالیتونو کتنه وکړه او د ګډو تجربو د شریکولو زمینه او فرصت برابر شو.


همداراز اندونیزیا هېواد ته تللی پلاوي په خپلو ساحوي لیدنو کې د Sabo ډیمونه، د پېښو د مخکینۍ خبرتیا سیستمونه او د کلیو د مقاومت پروژې له نژدې وکتلې.
ورغلي پلاوي د تاریخي او مذهبي ځایونو کتنه هم وکړه، چې پکې د Monas ملي یادګار او د استقلال جامع جومات شامل وو او د یاد هېواد له علمای کرامو سره یې هم لیدنې وکړې.


په ملاقاتونو کې دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او تجربې سره شریکي شوې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زین‌العابدین عابد د دا ډول سفرونو ترسره کول خورا اغیزمن وبلل او زیاته یې کړه چې دغه سفر افغان پلاوي ته د اقلیم بدلون، د اوبو مدیریت، د آفتونو پر وړاندې چمتووالی، اسلامي بانکدارۍ او د ټولنې پر بنسټ پروژو کې د خلکو د رول په تړاو بشپړ معلومات ترلاسه او یو ارزښتناک فرصت یې برابر کړ.


هغه وویل: «موږ هڅه کوو چې د اندونیزیا له لاسته راوړنو څخه د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په برخو کې ګټه واخلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ګډو همکاریو پر بنسټ مشترک اقدامات ترسره شي»


Sep 7, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021