• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هېواد د چاپېریالي وضعیت ارزونې راپور جوړولو او NDC-3 په تړاو د مرکزي زون دوه ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

slider-image

١٤٤٧کال د ربیع الاول ١٦مه/ کابل
د هېواد د چاپېریالي وضعیت ارزونې راپور جوړولو او د ملي ټاکل شوي ونډي درېیم پړاو (NDC-3) په تړاو دوه ورځنی ورکشاپ په کابل کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
په دې مراسمو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زین‌العابدین عابد، د رها موسسې رهبرۍ، د مرکزي زون اړوند سکتوري ادارو استازو، د نړیوالو مرستندویه بنسټونو او موسسو مسؤلینو ګډون کړی و.


ورکشاپ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، د رها موسسې رئیس محمد یوسف حمیدیان د ورکشاپ د ښه راغلاست وینا وکړه او د یاد ورکشاپ د جوړېدو موخې یې تشریح کړې.
وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر عابد هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي د هېواد د چاپېریالي وضعیت ارزونې راپور جوړولو، د NDC-3 د اهمیت، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، په هېواد کې د اساسي او بنسټیزو پروژو د تطبیق، د امنیت ټینګښت او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تفصیلي څرګندونې وکړې.


ده وويل دا مهال په هېواد کې بشپړ امنیت تأمین دی، نړیوال همکاره بنسټونه دي اساسي او بنیادي پروژې عملي کړي، دا ځکه چې افغانستان د ٤٥ کلنې جګړې څخه راوتلی او دمګړی په ټولو برخو کې کار کولو ته اړتیا لیدل کیږي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال زیاته کړه افغانستان په نړۍوالو کچه د اقلیمي بدلون د منفي پایلو قرباني دی او نړیوال باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
تر ویناوو وروسته د ورکشاپ مسلکي برخه پیل شوه، چې پکې د متخصصینو له لوري تخنیکي پرزنټېشنونه وړاندې شول. د دغو پرزنټېشنونو موخه د اقلیمي بدلون د اغېزو، د چاپېریال ساتنې نړیوالو تعهداتو، د ملي پروژو پر وړاندې د چاپېریالي ننګونو او د راتلونکي لپاره د مناسب پلان جوړونې اړخونه روښانه کول وو.


یاد ورکشاپ د ګډونوالو لپاره د نظریاتو او تجربو د شریکولو یوه مهمه علمي او تخنیکي زمینه برابره کړه، څو د هېواد د چاپېریالي وضعیت ارزونې راپور او د NDC-3 سند د چمتو کولو په برخه کې ور څخه کار واخیستل شي.

Sep 9, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021