• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د زرغون اقلیم مالي صندوق (GCF) د پالیسۍ په تړاو غونډه وشوه

slider-image

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي په مشرۍ د روان کال د لیندۍ په ۴مه نېټه د دې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي په حضور کې د زرغون اقلیم مالي صندوق (GCF) د پالیسۍ په تړاو د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې لومړنی بحث ترسره شو چې پکې د اړوندو وزارتونو معینانو، رئیسانو او آمرینو ګډون کړی وو. 

د دې ناستې موخه د زرغون اقلیم مالي صندوق (GCF) څخه د کوچنیو مرستو ترلاسه کولو لپاره د پروپوزلونو چمتو کول و. 

د غونډې په پیل کې ښاغلي میوندي د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو هغه برید وغانده چې پکې زموږ یو شمېر هیوادوال او د ملګرو ملتونو کارکوونکي مړه او ټپیان شول.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: د افغانستان دولت مکلف دی چې د ملي پروژو مختلف سکټورونه چې د اقلیمي بدلون څخه اغېزمن دي، طرحې او کانسېپټ نوټونه یې د زرغون اقلیم مالي صندوق (GCF) څخه د مرستو ترلاسه کولو په موخه چمتو کړي. ده زیاته کړه: د (GCF) صندوق پرمختللي هېوادونه مکلف دي چې هر کال ۱۰۰ میلیارده ډالر کم ودې هېوادونه ته ورکړي؛ په همدې پار موږ په خپل ملي ټاکلي راپور کې د ۱۷ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې؛ ترڅو د دغه میکانیزم له لارې یې ترلاسه کړو؛ نو په همدې خاطر د دولتي ادارو او همکارو موسسو له استازو غواړو چې خپلې طرحې او نظرونه په دې غونډه کې شریک کړي چې په اساس یې د اقلیمي بدلون اړونده ملي پروژې په ګډه چمتو کړو.

ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د GCF صندوق په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: یاد صندوق په 2019 کال کې جوړ شوی چې کم ودې هېوادونه کولای شي په مالي ملاتړ یې د اقلیمي بدلون اړونده پروژې پلي کړي.

ښاغلي صدیقي له اقلیمي بدلون سره د سازښت او شین کوریزه ګازونو د راکمولو په تړاو د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او مدني ټولنې په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د اقليمي بدلون پروژو د پلي کولو لپاره دې خپلې طرحې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته را واستوي.

 

د غونډې ګډونوالو د پروژو چمتوکولو د څرنګوالي، د کره ارقامو د نه شتون او زیان لیدونکو سکتورنو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه خپلې پوښتنې او نظرونه د پنل له غړو سره شریک کړل.

د پنل په غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي سربېره د کرنې وزارت معین محب الله ننګ، د اقتصاد وزارت د ټولنیزو خدمتونو رئیس توریالي طنین او د اوبو او انرژۍ وزارت د پالیسۍ رئیسې ملالۍ بارکزۍ د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه او معلومات ورکړل.

ښاغلي صدیقي د GCF د چمتووالي پروژې مسوولینو ته په چارو کې د دقت او ګړندیتوب په تړاو لازمې لارښوونې وکړې.

د غونډې په پای کې GCF readiness پروژې د اړیکو مسوول بلال اکبري ګډونوالو ته د زرغون اقلیم مالي صندوق په تړاو هر اړخیز معلوماتي پرېزېنټېشن وړاندې کړ

 

Nov 27, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021