• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او خصوصي سکتور مسؤلینو ترمنځ ګډه مشورتي غونډه وشوه

slider-image

۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني ۲۹مه/ کابل
په چاپېریالي پروګرامونو او برنامو کې د خصوصي سکتور د ونډې په تړاو نن چهار‌شنبه د ۱۴۰۴کال د تلې په ۳۰مه نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې مشورتي غونډه ترسره شوه چې پکې د اړوندو امارتي ادارو او خصوصي سکتور مختلفو برخو استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د قران عظیم الشان مبارک ایتونه ولوستل شول ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د ګډونوالو هرکلی وکړ او د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او موجوده چاپېریالي ستونزو په هکله یې هر اړخیزه وینا وکړه.


نوموړي وویل چې د تیرو څو لسیزو جګړو او د نړۍوالو نامسوولانه صنعتي فعالیتونو له کبله د افغانستان چاپېریالي وضعیت ډیر زیانمن شوی، د ډول ډول ناروغیو سربېره افغانان له اقتصادي، کرنیزو، ټولنیزو او چاپېریالي ستونزو سره مخ شوي او موږ ته په کار ده چې دا حالت باید مثبت خواته بوځو او د نننۍ غونډې جوړل یو مثبت اقدام دی.
ښاغلي خالص زیاته کړه زموږ هره برخه چې پرمختګ کوي باید د خلکو ژوند پکې مصئون او محفوظ وي، په هر ډول پرمختګ کې باید زموږ د هېوادوالو روغتیا زیانمنه نه شي. ده زیاته کړه چې د هېواد چاپېریالي وضعیت زیانمن شوی او اقلیمي بدلون رامنځته شوی؛ نو موږ هڅې پیل کړي چې د افغانستان غږ تر نړۍوالو سټیچونو ورسوو، خبره مو یوه وي او په پوره چمتووالي، همغږۍ او منسجم ډول په نړۍوالو کنفرانسونو کې ګډون وکړو.
عمومي رئیس د خصوصي سکتور له استازو غوښتنه چې خپل فعالیتونه معیاري او د چاپېریالي اصولو مطابق ترسره کړي؛ ترڅو د خلکو د تشویش او د هو د اککړتیا لامل نه شي.


د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکار په خپلو خبرو کې له سوداګرو غوښتنه وکړه چې په تکنالوژۍ، د نیالګو په کېنولو او د شنو ساحو د پراختیا په برخه کې باید پانګونه وکړي.
 
د غونډې په لړ کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون رئیس روح الله امین په چاپېریالي پروګرامونو او برنامو کې د خصوصي سکتور د ونډې او همداراز په COP-30 نړۍوال کنفرانس کې د خصوصي سکتور د پلاوي د ګډون په تړاو هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول.


همداراز د دې ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې او انکشاف پایدار رئیسانو هم ویناوې وکړې، ازاد بحث ترسره شو او ګډونوالو خپل وړاندېزونه او نظرونه وړاندې کړل او غونډه د دعایې په لوستلو پای ته ورسېده.

Oct 22, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021