• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل

slider-image

۱۴۴۶کال د جمادي الاول ۱۹مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن دوشنبه د ۱۴۰۴کال د لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه  د جاپان له سفیر ښاغلی کینیچي ماساموتو او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې چې د دې ادارې د مسلکي ریاستونو مسوولینو هم حضور درلود، د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د جاپان نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه، د پخواني سفیر کړنې یې وستایلې او نوي سفیر ته یې په د کارونو په ترسره کولو کې د بریا هیله وکړه.
عمومي رئیس وویل: د صحت او تعلیم په برخو کې چې جاپان کوم خدمات ترسره کړي، قابل د قدر دي. ښاغلي خالص د جاپان له سفیر څخه وغوښتل چې په نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې د چاپېریالي کنوانسیونونو او مالي میکانیزمونو کې د افغانستان د پروژو ملاتړ وکړي او همداراز په نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې افغان پلاوي ته بلنه ورکړي.


نوموړي وویل چې اقلیمي بدلون د افغانستان له لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې باید له افغانستان سره مرسته وشي. ده په خپلو خبرو کې وویل: په تاسف سره باید ووایم چې سږ کال په برازیل هېواد کې د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس (COP-30) افغانستان ته د ګډون بلنه ورنه کړل شوه چې دا د افغانانو سره د نړۍوالو توپیري چلند دی، که په نړۍوالو غونډو کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه ور نه کړل شي دا به د چاپېریالي کنوانسیونونو د تعهداتو د پلي کېدو په برخه کې ستونزې پیدا کړي او د افغانانو ستونزې به تر نړۍوالو و نه رسیږي.
عمومي رئیس د جاپان له سفیر وغوښتل چې په چاپېریالي موضوعاتو کې د جاپان له تجربو او امکاناتو څخه دې استفاده وشي.
د جاپان سفیر ښاغلی کینیچي ماساموتو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئیس څخه مننه وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل چې د اسلامي امارت له خوا چې د امنیت په راوستو، مخدره توکو او فساد په له منځه وړلو کې کوم اقدامات ترسره شوي دي، د ستاینې وړ دي. ده هیله وښوده چې د ټولنې د پیاوړتیا او هوساینې لپاره به له حکومت سره په ګډه کار وکړي.


د جاپان سفیر زیاته کړه چې د نړۍوالو سره د افغان حکومت د اړیکو د ښه کولو لپاره به کار وکړي. ده ژمنه وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره به روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په پای کې دواړو خواوو پر ګډه همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه وشوه چې د چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې به ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.

Nov 11, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021