logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

لغمان کې د امام ابوحنیفه مدرسې سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
وردګ پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو خزاني کمپاین ترسره شو
ښرنه کې د چاپېریال ساتنې په هکله زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو ارزونه وشوه
لوګی خاموش قاتل دی، مخنیوی یې وکړئ!
ولایتونو کې د مختلفو فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ننگرهار کې د طبي زبالو د له منځه وړلو بهیر څخه څارنه وشوه
خوست ښار کې د د ۳خصوصي روغتونونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
آیا پوهیږئ؟ هغه لوړپوړیزې ودانۍ او تاسیسات چې د لوګي د تصفیې فلټرونه و نه لري؛ بندیږي.

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې چاپيريالي څارنې او ارزونې ترسره شوې

slider-image

١٤٤٧کال د جمادي الثاني ٩مه/ ولایات
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اړوند ریاستونو د روانې اونۍ په اوږدو کې په خوست، ارزګان، غزني او زابل ولایتونو کې د چاپېریالي وضعیت د ارزونې، نظارت او د حفظ‌الصحې او ککړتیا د مخنیوي په موخه پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي.
په خوست ولایت کې د چاپېریال ساتنې ریاست د رئيس قاري شریف الله مهاجر په مشرۍ د درېیمې ناحیې اړوند په تپې او منګلو سړک کې د درېیو بابه کیک او کلچه جوړولو کارخونو چاپېریالي ارزونه وکړه. د یادو کارخانو د حفظ‌الصحې، ککړتیا د سرچینو او د کارکوونکو د شخصي حفظ‌الصحې وضعیت وڅېړل شو. د ارزونې پر مهال ځینې نیمګړتیاوې په ګوته شوې او مسؤلینو ته لازمې چاپېریالي سپارښتنې وشوې چې د سالم چاپېریال د خوندي ساتلو لپاره یې رعایت اړین دی. د کارخانو مسؤلینو د یادو رهنمودونو د تطبیق ډاډ ورکړ.


په ارزګان ولایت کې د ترینکوټ ښار اړوند ۸ د چرګانو فابریکو له مسؤلینو سره د چاپېریالي اصولو د مراعات په اړه ځانګړې ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د حفظ‌الصحې اړوند لازمې سپارښتنې وشوې او مسؤلینو ته د چاپېریالي معیارونو د تطبیق اهمیت په ډاګه شو.
په غزني ولایت کې د ژوند چاپېریال ساتنې ریاست د نور خاتم النبیین روغتون چاپېریالي څارنه او ارزونه وکړه. په ارزونه کې څرګنده شوه چې روغتون د تېرو سپارښتنو د پلي کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو بیا هم مسؤلینو ته د چاپېریال ساتنې قانون او مقرراتو په رڼا کې لارښوونې وشوې تر څو فعالیتونه په بشپړ معیاري ډول پر مخ یوسي.


همدارنګه د زابل ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست ګډ ټیم د قلات ښار له شخصي معاینه خانو څخه د طبي زبالو د مدیریت او مخنیوي په موخه څارنه وکړه. د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې د خطرناکو طبي زبالو د بیځایه غورځولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې دا کار د خلکو روغتیا او د ښار چاپېریال ته زیان رسوي. مسؤلینو ژمنه وکړه چې له طرزالعمل سره سم به د طبي زبالو مدیریت کوي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو صنعت‌کارانو، روغتيايي مرکزونو او کاروباري بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د چاپېریالي قوانینو رعایت ته جدي پاملرنه وکړي، د ککړتیا سرچینې کنټرول کړي او د خلکو د روغتیا ساتلو لپاره مسؤلانه چلند ولري.

Dec 1, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021