• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ننګرهار کې د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په لړ کې ۱۰۰۰ نیالګي کابل کې کېنول شول
په ولایاتو کې د فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
لغمان کې د طبي کثافاتو د راټولولو شرکت پرانېست غونډه وشوه
کابل کې د سپین کجیر په نوم وحشي مرغه د ښکاریانو له منګولو وژغورل شو
کابل کې د وحشي ژویو او مرغانو د پېر او پلور له هټیو څارنه وشوه
د طبي کثافاتو د خوندي انتقال او له منځه وړلو لپاره د روغتیايي مرکزونو د ثبت بهیر پیل شو
ننګرهار او کونړ کې د نفرايټ او عادي ډبرو د استخراج کانونو ارزونه وشوه
د پکتیکا په برمل کې یوه غرنۍ پیشو د ښکاریانو له منګولو وژغورل شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

ولایتونو کې د مختلفو فعالیتونو له څرنګوالي نظارت ترسره شو

slider-image

۱۴۴۷ کال د رجب المرجب ۸ېټه/ننګرهار-لغمان-پکتیکا-خوست-ارزګان
په فعالیتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق او هواککړتیا راکمولو په پار د ننګرهار، لغمان، پکتیکا، خوست او ارزګان ولایتونو د چاپېریال ساتنې ریاستونو مفتشینو له لوري د معدنونو د استخراج او مختلفو فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه او ارزونه وشوه.
د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ اړوند کودیخلو ساحه کې د مشریقوال افغان په نوم د وایټ مرمر ډبرو د استخراج او پروسس شرکت د چاپېریالي چارو څارنه او ارزونه وشوه، موجوده نېمګړتیاوې یې مسوولینو ته په ګوته شوې او د چاپېريالي شرايطو د لا ښه تطبيق او ککړتيا د راکمولو او مخنیوي په پار ورته لازمې سپارښتنې  وشوې.
د لغمان ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست د نظارت او تفتیش ټیم له لوري د نصیب معروف ساختماني موادو د پروسس شرکت څخه د چاپیریال ساتنې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره نظارت ترسره کړ، یاد معدن چې مرکز اړوند لغمان پوهنتون شاته درې سرې سیمه کې موقیعت لري، څه موده وړاندې د چاپیریالي وضعیت د ارزونې راپور یې جوړ او ورته اجازه لیک توزیع شوې وه.


د نظارت پر مهال مسؤلینو ته د ځمکې تخریب، د ژوو او نباتانو د زیانمن کیدو د مخنیوي، د غږیزې، هوا،خاورې او اوبو ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په موخه یو لړ سپارښتنې وشوې.
د پکتیکا ولایت د چاپيريال ساتنې رئيس مولوي محمد سجاد خان وقاص په مشرۍ نظارتي ټیم له لوري مرکز ښرنې اړوند لومړۍ ناحیه کې د (۱۵) مختلفو اصنافو څخه د حفط الصحې مراعتولو او چاپېريالي شرایطو د ښه تطبیق په موخه نظارت ترسره شو.


د خوست ښار دویمې ناحیې اړوند سیمه کې د ۱۱هوټلونو او نانوایانو له فعالیتونو څارنه وکړه؛ همداراز د ارزګان مرکز ترینکوټ کې د (۲۰) مستري‌خانو د فعالیتونو څارنه وشوه.
د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري د یادو فعالیتونو مالکينو او کارکوونکو ته د  محیطي حفظ الصحې مراعتولو او چاپېریالي اصولو د تطبیق په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو او لازمې سپارښتنې ورته وشوې.

Dec 29, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021